له دويچه ويله د نړۍ مهم خبرونه له انځورونو سره
په سوریه کې بمبارۍ تر ۲۰ زیات کسان وژلي دي
د سوریې په شمال لویدیځ کې د فعالانو د وینا له مخې په یوه هوایي برید کې لږ تر لږه نهه تنه وژل شوي دي. لندن مېشته د بشري حقونو د څار سوریایي سازمان په وینا په ادلب ولایت کې معرة النعمان ته څیرمه حدیجه سیمه کې په دغه برید کې یو روغتون هم ویجاړ شوی دی چې د خیریه سازمان «بې سرحده ډاکټرانو» له لوري یې ملاتړ کیده. زیاته شوې ده چې برید ډیر کسان ټپیان کړي هم دي. عزاز ښار کې یوه بل برید ۱۴ ملکیان وژلي دي.
«کردي ملیشې باید د عزاز پر لور له پرمختگ څخه ډډه وکړي»
ترکیې په سوریه کې کردي ملیشو ته د نور وړاندې تگ څخه خبرداری ورکړی دی. د ترکیې لومړي وزیر داوود احمد اوغلو اوکراین ته د سفر پر مهال ویلي دي چې هیواد به یې د دې اجازه ور نه کړي چې د «عزاز» ښار د کردي ولسي دفاعي ملیشو لاس ته ولویږي. هغه زیاته کړې ده که چیرې کردي ملیشې یو ځل بیا د دغه ښار د نیولو هڅه وکړي، نو په وینا یې له سخت غبرگون سره مخامخ کیدو باندې حساب وکړي.
روسیه په نزدې راتلونکي کې ایران ته دفاعي توغندي لیږي
د روسیې د خپلو معلوماتو له مخې په نزدې راتلونکي به ایران ته د S-300 ډوله دفاعي توغندیو ورکول پیل کړي. په مسکو کې د دفاع وزارت ویلي دي چې د ایرن اسلامي جمهوریت د دغه دفاعي توغندي سیستم له S-400 پرمختلي مودل سره هم لیوالتیا لري. خو زیاته کړې یې ده چې اوس مهال په دې هکله کومې خبرې اترې نه تر سره کیږي. خو په ځانگړې توگه امریکا متحده ایالات او اسرائيل د توغندیو د دغه پلان شوې معاملې مخالفت کوي.
یوناني بزگرانو خپل احتجاج ته دوام ورکړی
په تقاعد کې د کمي او مالي اصلاحاتو پر ضد د یونان د بزگرانو احتجاج دریمې اوونۍ ته داخل شو. د بزگرانو د اتحادیې د معلوماتو له مخې ډیر شمیر د لیرې واټن سړکونه یې د تراکتورونو په واسطه بند کړي. همداشان سرحدي دروازې هم په مؤقتې توگه بندې کړی شوې وې او مسافرینو باید نورې لارې نیولی وی.
بوسنیا غواړي چې د اروپایي اتحادیې غړی شي
بوسینا هیرڅوگووینا اروپایي اتحادیه کې د غړیتوب له پاره خپل غوښتنلیک وړاندې کړی دی. د بوسینا د دولتي ریاست مشر دراگان کوویچ، په بروکسل کې ویلي دي چې دی هیله من دی چې اروپایي اتحادیه په نزدې راتلونکي کې په رسمي توگه بوسنیا د کاندید په توگه ومني. د اروپایي اتحادیې د لمنې د پراخیدو چارو کمېسیار یوهانس هان، یادونه وکړه چې د غوښتنې وړاندې کول «د یوه اوږده سفر» یوازې پیل دی.