له دويچه ويله د نړۍ مهم خبرونه له انځورونو سره
بریتانویان په اروپایي ټولنه کې د پاتېدو یا نه پاتېدو تصمیم نیسي
بریتانویان نن په دې هکله په یوه ټولپوښتنه کې برخه اخلي چې هیواد یې د اروپایي اتحادیې د ۴۳ کلن غړیتوب وروسته اوس په دغه اتحادیه کې پاته شي او که نه. د نظر پوښتنې له مخې په اروپایي اتحادیه کې د بریتانيا د پاتېدو او یا هم د احتمالي وتو د ریفرنډم د پایلو په هکله نه هم پلویان او نه هم مخالفین ډاډمن دي. د شپې تر یوولسو بجو پوري خلک خپله رایې کارولی شي. د جمعې په سهار د پایلو انتظار کیږي.
ترکیې انجر لیک هوايي اډې ته د آلماني سیاستوال تگ نامناسب گڼلی
ترکیې له خپلې هغې پریکړې څخه دفاع کړې ده چې اجازه نه یې نه ده کړې چې د آلمان د دفاع د وزارت معین راولف براوکسیپه د انجر لیک له هوایي اډې څخه لیدنه وکړي. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو ویلي دي چې د ترکیې حکومت دا مناسبه نه گڼي چې نوموړی سیاستوال له دغې اډې څخه لیدنه وکړي.
د گوانتانامو یو بندي مونتي نیگرو ته لیږدول کیږي
یو یمنی بندي د کیوبا په گوانتانامو امریکایي زندان کې د ۱۴ کلونو قید تیرولو وروسته اوس له دغه زندانه لیږدول کیږي. لکه څرنگه چې په واشنگټن کې د دفاع وزارت خبر ورکړی دی مونتي نیگرو هیواد د دغه کس منلو ته چمتووالی ښوولی دی. په دې ډول په گوانتاما کې اوس د ترهگرۍ په شک او د افغانستان د جگړې د نیول شوي بندیانو شمیر ۷۹ ته راټیټ شوی دی.
په نایجیریا کې د کان کارکوونکي تښتول شوي
په نایجیریا کې نامعلومه وسله والو کسانو د کان کیندنې د یوه آسترالیایي شرکت شپږ کارکوونکي تښتولي او د هغوی ځایي موټروان یې وژلی دی. ویل شوي دي چې په تښتول شوو کسانو کې د آسترالیا درې او د نیوزیلنډ، جنوبي افریقا او نایجریا یو یو وگړی شامل دي. د آسترالیا لومړي وزیر په یوه خبري کنفرانس کې ویلي دي چې دغه کسان د چهارشنبې په ورځ د نایجیریا په سویل کې د کالبار سیمې ته څیرمه تښتول شوي دي.
په سوریه کې د داعش او کردي ملیشو تر منځ سخته جگړه
شا او خوا درې اوونۍ تر مخه د سوریې په منبج کې کې د افراطي ډلې «اسلامي دولت» یا داعش پر ضد د پیل شوو عملیاتو وروسته، تندلارې تر سخت فشار لاندي دي. لکه څرنگه چې لندن مېشته د بشري حقونو د څار سوریایي سازمان خبر ورکړی د کردانو په مشرۍ ځواکونه د پنجشنبې په ورځ د لومړي ځل له پاره له ستراتیژیک لحاظه مهم ښار ته وورننوتي.