1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

له دوکلام څخه هند او چین خپل سرتیري باسي

۱۳۹۶ شهریور ۶, دوشنبه

چين او هندوستان له شخړیزې سرحدي سیمو څخه د خپلو سرتیرو پر ایستلو موافقه کړې ده. د دوو میاشتو راهیسې د دواړو هیوادونو پوځیان د دوکلام په سیمه کې یو بل ته مخامخ شوي ول او کړکیچ لاپسې زور اخیستی وو.

https://p.dw.com/p/2ixLg
Himalaya Grenze zwischen Indien und China Patrouille indischer Soldaten
انځور: Imago/Indiapicture

د رویټرز خبري آژانس د هند د بهرنیو چارو وزارت له خوا د یوې خپرې شوې اعلامیې له مخې ویلي دي چې چين او هندوستان د دوکلام له شخړیزې سرحدي سیمو څخه په عاجل ډول د سرتیرو پر ایستلو موافقه کړې ده. چین هم د هند د دغه اقدام هرکلۍ کړی دی.

دا پرمختګ په داسې یو وخت کې رامنځته کیږي چې په نږدې وخت به د BRICS هیوادونه په چين کې سره وویني. په دغه ډله کې د برازیل، روسیې، هند، او سویلي افریقا هیوادونه شامل دي. تمه کیږي چې د هند لومړی وزیر نریندر مودي به هم په دغه غونډه کې ګډون وکړي.

د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت د دوشنیې په ورځ (د اګست۲۸) په یوه بیانیه کې ویلي دي چې هند او چين په تیرو اوونیو کې د دوکلام په سرحدي سیمه کې د شخړې کمولو له پاره خپلې دیپلوماتکې هڅې ډیرې کړې وې.

دغه سیمه د همالیا د غرونو په لړۍ کې د هند، چين او بوټان له سرحدونو سره یوځای کیږي. په بیانیه کې زیاته شوې ده چې په عاجل ډول د سرحدې شخړې د کمولو له پاره به ټول اړین ګامونه واخیستل شي.

چين ادعا کوله چې د هند پوځي قطعات د دغه هیواد په قلمرو کې داخل شوي دي. د پیکینګ حکومت د دې ادعا برعکس، هند او بوتان بیا ویلي وو: د کومې شخړیزې سیمې خبره چې چين کوي هغه په اصل کې د بوتان برخه ده. دا خبره د یادولو وړ ده چې هندوستان په بوتان کې هم خپل پوځي قطعات ځای پر ځای کړي دي.

هندوستان وایې چې د دوی پوځیان د چين هغه پوځي واحد ته نږدې شوې ول چې د جون میاشتې په ۱۶ نیټه د بوتان هیواد دوکلام سرحدي سیمې ته تر ننوتلو وروسته هلته د یوه سړک د جوړولو کوښښ کړی وو.

د سړک جوړونې د دغې پروژې له امله د هند او چين تر منځ جنجال رامنځته شوی وو. د پیکینګ حکومت ویلي وو چې د دې شخړې د ختمولو له پاره باید په لومړي سر کې هندي پوځیان له سیمې څخه ووزي.

بل لور ته د چين حکومت د دوکلام د شخړې د پای ته رسولو له پاره د هندوستان د کوښښونو د ستاینې په ترڅ کې وویل چې چين له دې پرمختګ څخه مطمئن دی. د چين د بهرنیو چارو وزارت ویاند دا تائیده کړې ده چې هندوستان له دغې سرحدي سیمې څخه د خپل پوځ او تجهیزاتو د بیرته ایستلو لړۍ پيل کړی ده.

په دغه بیانیه کې زیاته شوې ده چې د دې تر څنګ چینایي ځواکونه د خپل هیواد په سرحدونو کې ټولې چاري په دقت سره څاري.