1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له سري څخه د انسان وژني لپاره اخيستل کيږي

۱۳۹۰ شهریور ۵, شنبه

امريکايی سناتور په پاکستان کي د خپلي يوي ليدني کتني په ترڅ کي وويل:هغه به هڅه وکړي چي پر اسلام اباد فشارراوړي ترڅوافغانستان ته د هغو توکو په استولو کي کموالي رامنځ ته کړي چي له هغه څخه د بمي چادونو لپاره کاراخيستل کيږي

https://p.dw.com/p/12Ocy
تیره میاشت د هلمند د ناوه په سیمه کی دری تنه ځانمرګی برید کونکی له چاودونکو توکو سره ونیول شول آرشیف
تیره میاشت د هلمند د ناوه په سیمه کی دری تنه ځانمرګی برید کونکی له چاودونکو توکو سره ونیول شول آرشیفانځور: DW

سناتور رابرت کيسي له پاکستان څخه  واشنګتن ته د يو ويدويي کنفرانس له له لاري وويل چي هغه د پاکستان له پوځي او ملکي مشرانو او دغه راز له سناتورانو سره په دي هکله خبري وکړي چي افغانستان ته د کيمياوي سري،  «امونيم نايتريت» د صادراتو کچه کمه کړي.  له دغي سري څخه چي ډير ارزانه ده د سړک د غاړي د  ټ خښ کړاي شوو مينونو او بمونو لپاره کار اخيستل کيږي.

کيسي  وويل چي   په افغانستان کي د متحده ايالاتو د ستراتيژي  په تطبيق کي پاکستان مهم نقش لوبولي شي او دي هڅه کوي چي پاکستاني اړخ پپه دي قانع کړي چي دا د هغوي په ګته ده چي په افغانستان کي ثبات ټينګ شي او د جګړي ټغر ټول شي.

هغه وويل: «د پاکستان د مشري د قانع کولو لپاره زه فکر کوم چي مونږ يو څه ښه پرمختګ ګړي دي تر څو افغانستان ته د امونيم نايتريت  په استولو کي لازم کموالي رامنځ ته کړي.»

هغه وويل  چي له نوموي مشري  سره په دي هکله هم خبري وشوي چي د پاکستان عام خلک د دغي کيمياوي سری له خطرونو خخه خبر شي چي له هغي څخه نه يواځي په کرهنه، بلکه په «انسان وژلو» کي هم کار اخيستل کيږي.

سناتور کيسي د پاکستان له صدراعظم يوسف رضا ګيلاني او د پوځ له مشر اشفق کياني سره له ليدني کتني څخه وروسته وويل: « مونږ ته وويل شول چي هغوي به  د کيمياوي سري د صادراتو د کچي په کمولو کي په همدي مني کي  په اقدام لاس پوري کړي، خو  سمدلاسه يي مخنيوي نه شي کيداي.»

کيسي د متحده ايالاتو د سنا د مجلس  د نژدي ختيځ  او د جنوبي او مرکزي آسيا د چارو د فرعي کميتي رييس دي.  هغه وويل چي لږ تر لږه 368 امريکايي  ښځينه او نارينه سرتيري  د «پټ خښ کړاي شوو چادونکو» توکو د چادونو په نتيجه کي وژل شوي  او يا ټپيان شوي دي.  هغه زياته کړه يواځي همدا سږ کال د سړک د غاړي د بمونو د چادونو له امله په افغانستان کي 125 امريکان وژل شوي دي.

پوځي کارپوهان وايي پداسي حال کي چي طالب ياغيانو د مخامخ او جبهه يي جګړو توان له لاسه ورکړي، « پټ خښ کړاي شوي مينونه د  د هغوي « په اغيزمنه وسله بدله شوي ده.»

کيسي وويل: « ډيري سرتيري د عملياتو په وخت کي د پټ خښ کړاي شوو ميينونو او چادونکو توکو له امله وژل شوي دي.» هغه زياته کړه: «په همدي وجه مونږ بايد  په هغي يوي ستراتيژي لاس پوري کړو چي د دغه ډول وسلو مخه ونيسو.»

نوموړي امريکايي سناتور دا هم وويل چي پاکستاني مشران لا تراوسه د مي د دوهمي نيټيي د عملياتو چي په نتيجه کي د پاکستان د خاوري په دننه کي د القاعدي د شبکي مشر اسامه بن لادن ووژل شو، ناراضه دي. خو هغه وويل: «سره له دي هم  اسلام آباد چمتو دي چي  له متحده ايالاتو سره د تروريزم ضد جګړه کي خپلي همکاري ته دوام ورکړي.»

فرانس پرس/ عبدالباري حکيم
کتونکی: احمد ولي اڅکزی