1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له سمندر څخه په صحرا کې زیات مهاجر مړه شوي

آژانسونه / م.ک.ص.۱۳۹۵ تیر ۲۷, یکشنبه

د یوې دنمارکي ادارې په وينا له افریقا څخه د مدیترانې سمندرګۍ له لارې اروپا ته د مهاجرو د راتلو پر وخت، هومره کسان چې په سمندر کې ډوب او مړه شوي، له هغې څخه زیات د صحرايي سفرونو پر مهال مړه شوي دي.

https://p.dw.com/p/1JQHe
Afrika Flüchtlinge in der Sahara
انځور: AFP/Getty Images/D. Faget

دغې ادارې د جمعې ورځ په ماښام یو رپوټ خپور کړ چې په کې راغلي، دوی داسې شواهد ترلاسه کړي دي افریقا څخه اروپا ته د راتلونکو مهاجرو لپاره، له سمندر څخه صحرايي سفر ډیر خطرناک دی، کوم چې له یوه براعظم څخه تر بل براعظم پورې مزل پرې وهل کیږي.

اوس مهال له شمالي افریقا او منځني ختیځ څخه په زرونو مهاجر د مدیترانې سمندرګي له لارې خپل ځانونه د اروپايي هیوادونو تر ساحلونو رسوي، په دې لړ کې په زرونه کسان سمندر کې ډوب شوي دي او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

له بلې خوا بیا په زرونو نور مهاجر د سمندري ځواکونو لخوا ژغورل شوي دي. دا چې د سمندر په پرتله په صحرايي سفرونو کې د زیاتو مهاجر د مړینې خبره په تازه ګۍ سره یادیږي؛ دا مانا ورکوي چې تر دې دمه د مسئولو چارواکو زیات پام سمندري پیښو ته وو.

تر ۱۳۴۰ کسانو څخه زيات

په رپوټ کې راغلې دي:« مهاجر د افریقا له غاښ څخه لیبیا، مصر او بیا اروپا ته مخه کوي، دا ثابته شوي، هغه شمیر مهاجر چې د مدیترانۍ سمندرګۍ څخه د تیریدو پر وخت اوبو کې ډوب او مړه شوي دي؛ له هغې څخه زیات د صحرايي سفرونو پر وخت مړه شوي دي. تر ټولو زیاته د خواشینۍ خبره دا ده چې په صحرا کې د مړو شویو کسانو د کره شمیرې په باب مالومات شتون نلري».

د مهاجرو په برخه کې د دغې ډنمارکۍ ادارې پر وینا، چې دوي له ۲۰۱۴م کال څخه تر ۲۰۱۶م کاله پورې، د ۱۳۰۰ تنو مهاجرو سره مرکې کړي دي. دغه مرکې ثابتوي چې په یاده موده کې له لیبیا، سوډان او مصر څخه د صحرايي سفرونو پر مهال شاوخو ۱۳۴۰ تنه کسان مړه شوي دي.

په رپوټ کې وضاحت ورکړل شوی دی،« د مړو شویو مهاجرو کومه شمیره چې د مرکو له لارې ترلاسه شوې ده، په صحرا کې د اصلي مړو شویو مهاجرو له شمیرې څخه ډیره کمه ده، خو د دغو ټولو حالاتو سربیره یقیني خبره دا ده چې د صحرايي سفرونو پر وخت د مړه شویو مهاجرو شمیره له هغو څخه زیاته ده کوم چې په سمندر کې په اوبو کې د ډوبیدو له امله مړه شوي دي».

ستر لاملونه

د مهاجرو نړیوال سازمان (IOM) په داسې مواردو کې د تلفاتو او نورو پیښو ارقام خپروي چې اکثراً ورڅخه په رپوټونو کې کار اخیستل کیږي. دغه اداره بیا وايي چې د تیرکال په موده کې په صحرا کې صرف ۱۰۳ تنه کسان مړه شوي ول، خو ترڅنګ دا هم وايي چې امکان لري د تلفاتو شمیره له دې څخه زیاته وي».

د روان کال په ترڅ کې د سمندر له لارې ایټالیا ته د مهاجرو د راوښتلو پر وخت، نژدې ۲۵۰۰ کسان په اوبو کې ډوب او مړه شول، په داسې حال کې چې تیر کال په دغې لاره شاوخوا ۲۹۰۰ تنه مهاجر مړه شوي ول.

د صحرايي سفرونو پر وخت د مهاجرو د مړینې ستر لاملونه؛ ناروغۍ، د درملو کمښت، لوږه او ترافیکي پیښې ښودل شوي دي، دغه راز د وسلو او چاقوګانو پر مټ د وژنو پیښې هم رامنځ ته شوي دي.