1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له سوريې د روسي ځواکونو وتلو په اړه د امريکا غبرگون

۱۳۹۴ اسفند ۲۵, سه‌شنبه

له هغه وروسته چي د روسيې جمهور رئيس له سوريې څخه د خپلو ځواکونو د يوې برخي د راايتسلو علان وکړ، امریکا ويلي دي، بايد وليدل سي چي له دې څخه د پوتين مقصد څه دئ. خو سوريې د دغي پريکړي په اړه رضايت ښوولی.

https://p.dw.com/p/1IDAO
انځور: picture-alliance/AP Photo/P. Martinez Monsivais)

د سپيني ماڼۍ وياند جاش ارنست، د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۶م کال د مارچ ۱۴مه) يوازي څو دقيقې له هغه وروسته چي ولاديمير پوتين له سوريې څخه د خپلو ځواکونو د يوې برخي د راايستلو لارښوونه وکړه، وويل: «بايد وليدل سي چي دقيقاً د روسيې مقصد څه دئ.»

ارنست، د سوريې کړکېچ د حل له پاره سياسي لاس رسي ته په سوريه کي د روسيې هوايي بريدونه تاواني وبلل. هغه وويل: «د دې موضوع ارزول چي له سوريې څخه د روسي ځواکونو وتل به د سولي پر خبرو اترو څه اغېز وکړي، ستونزمن دي.»

يوه بل امريکايي چارواکي چي نه ئې غوښتل نوم ئې واخيستل سي رويترز خبري آژانس ته ويلي دي چي تر اوسه پوري لا وختي دی چي سړی قضاوت وکړي، دقيقاً د پوتين منظور څه دئ، دغه پريکړه په څه دليل سوې ده او آيا دغه پريکړه به عملي سي.

د سوريې واکمن بشار اسد د دوشنبې په ورځ په خپله وينا کي اعلان وکړ چي هيواد ئې د روسيې د هوايي ځواکونو له کمښت سره موافق دئ. هغه په دې وينا سره هغه احتمال چي گويا د دغو دواړو هيوادنو ترمنځ اختلاف پېښ سوی منتفي کړ.

د پوتين پريکړه په داسي حال کي اعلان سوه، چي په همدغه ورځ هغه د امریکا له جمهور رئيس بارک اوباما سره تليفوني خبري وکړې. د دغو خبرو په اړه کرملين ويلي دي چي دواړو سیاستوالو د سوريې کړکېچ د سياسي حل په اړه خبري کړي دي.

سپيني ماڼۍ هم اعلان کړی دئ چي اوباما په دغه تليفوني مکالمه کي په سوريه کي د وروستي اوربند په جريان کي د زورزياتي د کمښت په اړه رضايت ښوولی. په دغو تليفوني خبرو کي اوباما يووار بيا له پوتين سره د سوريې کړکېچ د حل په برخه کي پر سياسي حل لاري ټينگار کړی دئ.

د روسيې جمهور رئيس ولاديمير پوتين د دوشنبې په ورځ د دغه هيواد د دفاع وزارت ته لارښوونه وکړه چي د مارچ مياشتي له ۱۵ نېټې له سوريې څخه د ځواکونو په راايستلو پيل وکړي. روسيې د ۲۰۱۵م کال په سپتمبر مياشت کي د بشار اسد په ملاتړ په سوريه کي هوايي عمليات پيل کړي.

ځيني څارونکي په دې نظر دي چي د پوتين لارښوونه دا ښيي چي کيدای سي روسيه راضي سوې وي چي اسد دي له واکه ليري سي.