له سوریې څخه د اسلامي کنفرانس غړيتوب واخیستل شو
۱۳۹۱ مرداد ۲۶, پنجشنبهاعلان
د اسلامي همکاریو کنفرانس غړو هیوادونو د ایران پر مخالفت سربیره سوریه په موقتي ډول له دې سازمان څخه ایستلې ده. دغه سازمان د سوریې په اړه په مکې کې یوه پیړنۍ غونډه جوړه کړه چې په وروستۍ بیانیه کې ئې راغلي دي چې په سوریې کې د غیر انساني اعمالو او د سوریې پر خلکو باندې د ظلمونو په اړه سختې اندیښنې موجودې دي.