1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له طالبانو سره د خبرو دوهم پړاو

حسين سيرت۱۳۹۴ مرداد ۱, پنجشنبه

د افغانستان د سولي د عالي شورا غړي وايي چي له طالبانو سره د خبرو دوهم پړاو به د جولای مياشتي په وروستيو کي وي. په دغه پړاو کي به د دواړو اړخونو پر اصلي غوښتنو بحث وسي. خو تر اوسه ئې ځای او ټاکلی وخت معلوم نه دئ.

https://p.dw.com/p/1G3Tm
انځور: AP

ويل کيږي چي له طالبانو سره د خبرو په دوهم پړاو کي به يوه ښځه هم شامله وي. په لومړيو خبرو کي چي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ په اسلام آباد کي وسې د کابل په استازو کي ښځه نه وه.

د افغانستان د سولي د عالي شورا غړي وايي چي په پلان کي ده له طالبانو سره د خبرو دوهم پړاو د جولای مياشتي په وروستيو کي پيل سي خو تر اوسه پوري ئې د ځای او نېټه په اړه کره معلومات نه سته.

ويل کيږي چي خبري به په چين يا پاکستان کي وي. چين ويلي دي چي غواړي د خبرو اترو کوربه سي.

خو د سولي د عالي شورا وياند شهزاده شاهد، دويچه ويله ته وويل چي پاکستان وړانديز کړی دئ چي خبري اتري په دغه هيواد کي وسي، ځکه لومړۍ خبري هم هلته وې.

د سولي عالي شورا وايي چي حکومت به تلاښ وکړي څو طالبان اوربند ته وهڅي. دغه غوښتنه د خبرو په لومړي پړاو کي هم مطرح سوه خو طالبانو و نه منله.

د خبرو بله موضوع به په افغانستان کي د بهرنيانو حضور وي. په لومړيو خبرو کي هم پر دې باندي بحث وسو او طالبانو ټينگار کاوه چي بهرنيان بايد ووزي. خو د کابل استازي وايي چي سوله راسي د بهرنيانو حضور په خپله په افغانستان کي هيڅ معنی نه لري.

خو د سياسي چارو ځيني کار پوهان وايي چي په دغه شان خبرو اترو کي لکه د طالبانو او کابل د استازو تر منځ چي کيږي د سولي پر اړخ ئې ډېر ټينگار نه، بلکي د امتيازاتو پر اړخ ئې کيږي.

د دوی په خبره د دې پرځای چي لومړی پر اوربند او امنيتي مسائلو خبري وسي، دواړه اړخونه يو له بله باج اخيستلو ته متمرکز وي.