1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«له طالبانو سره د سولي خبري به په چين کي وي»

آژانسونه/ مسعود جهش۱۳۹۴ مرداد ۲, جمعه

د افغانستان د سولي د عالي شورا غړي محمد اسماعیل قاسمیار، ویلي دي چې د افغان حکومت او طالبانو استازو تر منځ دویمه غونډه به د رواني مېلادي میاشتي پر۳۰ نېټه په چین کې وي.

https://p.dw.com/p/1G43H
انځور: Reuters

د افغانستان د سولي د عالي شورا غړي محمد اسماعيل قاسمیار د جمعې په ورځ رسنيو ته ويلي دي چې د غونډې د ګډونوالو په اړه به معلومات په راتلونکو وروځو کې څرګند شي. تر دې دمخه طالبانو او د افغان حکومت استازو په اسلام آباد کې سره لیدلي ول.

پاکستان هم ويلي ول چي له طالبانو سره دوهمه غونډه دي هم په دغه هيواد کي جوړه سي، څو د لومړۍ غونډي افتکار پوخ سي.

خو بله خوا بيا د سولي د عالي شورا وياند مولوي شهزاده شاهد له دويچه ويله سره په تليفوني خبرو کي وويل چي له طالبانو سره د خبرو ځای لا تر اوسه پوري معلوم نه دئ.

قاسمیار روښانه کړې ده چې کابل به په دویمه غونډه کې چې د جولای مياشتي پر ۳۰ او ۳۱ نېټه به وي، له طالبانو څخه به د موقتي اوربند غوښتنه وکړي. داسې رپوټونه ورکړل شوي دي چې افغان حکومت په لومړۍ غونډه کې هم د طالبانو له استازو څخه د اوربند غوښتنه کړې وه خو طالبنو نه وه منلې.

د طالبانو استازو د لومړي وار په مخامخ توګه د جولای میاشتې پر اوومه نېټه د کابل له استازو سره په اسلام آباد کي وليدل. په دغه غونډه کې د امریکا متحدو ایالاتو، چین او پاکستان استازي هم موجود ول.

دغه غونډه په بېلابېلو هیوادونو کې د طالبانو او کابل د استازو تر منځ، تر څو غیر رسمي غونډو وروسته جوړه شوه.

ولسمشر غني په خوست کې د خپلې وینا پر مهال ویلي ول چې د پاکستان له غونډي څخه د هغه هدف دا دی چې لومړي د طالبانو غوښتني په رسمي او لیکلې بڼه ترلاسه کړي او دویمه دا چې دغه غونډي په یوه بهير دلي شي.