1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له طالبانو سره د سولې خبرو اترو پر «نقشې» موافقه

آژانسونه/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۴ بهمن ۱۷, شنبه

د افغانستان، پاکستان، امریکا متحده ایالاتو او چین استازو موافقه کړی چې له طالبانو سره د نیغ په نیغه خبرو اترو د نیټې ټاکلو له پاره کوښښ کوي. تمه کیږي چې دغه خبرې اترې د فبروۍ میاشتې تر پایه پورې ترسره شي.

https://p.dw.com/p/1HquB
انځور: picture-alliance/dpa

د شنبې په ورځ د څلور اړخیزې همغږې ډلې دریمه غونډه د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې ترسره شوه. په دغه غونډه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال چهودري اعزاز احمد، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین حکمت خلیل کرزي، د افغانستان له پاره د چین استازي دینگ شي جون، او د پاکستان او افغانستان له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانگړي استازي ریچارد ولسون، گډون کړی وو.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د رپوټ پر بنسټ د دغو څلورو هیوادونو استازو د یوې گډې اعلامیې په ترڅ کې ویلي دي :«څلور اړخیزه هم غږې کونکی ډله د هغې «نقشې پر لار» چې د سولې بهیر گامونو او پړاونه مشخص کوي موافقې ته رسیدلی ده.»

د نوموړي اعلامیې پر بنسټ، د دغې غونډې په ترڅ کې پر دې ټینگار شوې دی چې د سولې د خبرو اترو پایله باید یوه سیاسي پریکړه وي، چې په افغانستان کې د زورزیاتي په ختیمدو او یوې دوامداره سولې په رامنځته کیدو تمام شي.

په دغه گډه اعلامیه کې راغلي دي: «څلور اړخیزه هم غږې کوونکو هیوادونو موافقه کړی ده چې د طالبانو ډلو او حکومت د استازو تر منځ د سولې د مستقیمو خبرو اترو د نیټې د ټاکلو له پاره به خپلې هڅې جاري وساتي، کوم چې تمه کیږي د ۲۰۱۶ د فبروري میاشتې تر پایه پورې ترسره شي.»

څلور اړخیزې ډلې له طالبانو څخه د سولې خبرو اترو له بهیر سره د یوځای کیدو پر غوښتنې ټینگار کړی دی او زیاته کړی یې ده چې د سولې راتلونکي څلور اړخیزې خبرې اترې به د فبروري میاشې په ۲۳(کب میاشې ۴) په کابل کې ترسره شي.

تر اوسه پورې د سولی د خبرو اترو د دغې «حل لارې نقشې» نور جزیات نه دي خپاره شوي، خو د پاکستان د لومړي وزیر امنیتي سلاکار سرتاج عزیز د غونډې د پرانیستې پر مهال وویل چې دغه د لارې نقشه د سولی د خبرو اترو پړاونه او د دغې پروسې گامونه مشخص کوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب