1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«له طبيعت سره مينه لرم»

۱۳۹۰ خرداد ۳۰, دوشنبه

د «نوی نظر» ډرامه مي د المان ږغ راډيو لپاره ليکلې چي د ټاکنو او پارلماني ټاکنو په اړه ده. دا چی په ټاکنو کې څه پېښېږي، او زر او زور په کې څه ونډه لرې، په دې خبرو به د ډرامې د اورېدلو په ترڅ پوه شئ.

https://p.dw.com/p/11cyQ
ومان نيازی (دويم کس له ښي اړخه) له ملګرو سره
ومان نيازی (دويم کس له ښي اړخه) له ملګرو سرهانځور: DW

نوم مې «عبدالرحمن» دی،  «ومان نیازی» تخلص کوم. له شلو کلونو راهیسې  له مطبوعاتو سره همکاري لرم. په كال ۱۳۴۸ كې د غزني ولايت د اندړ ولسوالۍ د «شمشي» په كلي كۍ زيږيدلى يم. پلار مې په پوځ كې دنده لرله. زه چې د شپږو كلونو وم نو د كابل د سپين كلي ښوونځي كې یې شامل كړم . څه موده مې په كابل كې سبق ووايه. بيا مې پلار غزني ته تبديل شو. هلته مې د غزني سنایي ليسه تر نهم ټولګي ولوسته. په ۱۳۶۳کال کې پلار په حربي ښوونځي كې شامل كړم. په ۱۳۶۵کال کې مې بشپړ کړ. په کابل کې مې د پولیسو جنایي رشته خوښه کړه. تر آزموینه وروسته  جنایي پوهنځي ته بریالی شوم. هغه مې ولوست او په ۱۳۶۸کال کې عمومي اول نمره فارغ شوم.

تر فراغت وروسته مې د پولیسو په څارنوالۍ کې د مستنطق په توګه دنده واخیسته. څه کم یو کال مې کار وکړه. بیا د دفاع وزارت څارنوالي ته تبدیل شوم. درې کاله مې هلته استنطاق ته اوږه ورکړه.  په همدې موده کې مې درې کاله د کابل پوهنتون د حقوقو پوهنځی د شپې په مخه ولوست. پنځه کاله وروسته- یانی په ۱۳۷۶کال- بیرته د پولیسو په اکاډمۍ کې مقرر شوم. تر ۱۳۸۳ کاله پورې مې د حقوقو په دیپارتمنت کې د ښوونکي په توګه دنده تر سره کړه. بیا مې اکاډمي هم پریښوده او د نړیوالې سوداګرۍ خونو ته راغلم. د مطبوعاتو مرستیال شوم. دوه کاله وروسته د يو خصوصی تلویزیون د خپرونو مشر شوم. درې کاله کېږي چې په يوه نړيواله راډیو کې هم کار کوم. يوې سيمه يزې راډیو ته مې په تیرو کلونو کې تر ۳۰۰ ډېرې ډرامې او دوه راډیويي سریالونه، چې  یو نیم سل برخې کیږي، لیکلې.

دوه شعري ټولګې او د متلونو یو کتاب مې چاپ شوې دي. د شلو په شاوخوا کې لنډې کیسې لرم. د فلکلور او ادبیاتو په اړه مې ځینې مقالې خپری شوې دي. دغو کارونو تر څنګ انځورګری هم کوم. انځورونه د غنمو له پلالې رغوم چې یوه چینايي شیوه ده.  د ۱۳۸۹ کال د قوس په میاشت کې مې ۶۱ آثار په ملي ګالرۍ کې نندارې ته ایښي وو. کارتونونه هم انځوروم.  له موسیقي سره مې هم مینه ده. که مې یو څه وخت لرلای نو رباب مې ښه یاداوه او د نورستان د خلکو کندنکاري مې زده کوله. سپی لرم، ګلان او مرغان روزم. آس مې د خوښې حیوان او باز مې د خوښې مارغه دی. کومې شیبې چې له طبیعت سره تېرې کړم په ژوند یې حسابوم.

ليکونکی: عبدالرحمن ومان نيازی
کتونکی: نسيم صابر