1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له عراقي پناه غوښتونکوسره د اروپايي ټولنې د هېوادونوچلند

حسن » بری «۱۳۸۶ اردیبهشت ۶, پنجشنبه

د اروپايي ټولنې هېوادونه له عراقي پناه غوښتونکوسره بېلابېل يامتفاوت چلند کوي. په داسې حال کې چې په آلمان، بلژيک اوانگلستان کې د عراقي پناه غوښتونکومجموعاً ٪١٠ د مهاجرينوپه توگه منل کېږي، په سويډن کې د هغوی د منل کېدوکچه ٪٨٠ کې ته رسېږي.

https://p.dw.com/p/DMqo
انځور: AP

په ځانگړې توگه بيا دې ټکي ته په پاملرنې سره چې د عراقي مهاجرينواکثريت د عراق گاونډيوهېوادونو لکه سوريې، اردون، لبنان، مصراوترکيې ته پناه وروړي، نه د اروپايي ټولنې هېوادونوته، د عراقي پناه غوښتونکوپه مقابل کې د اروپايي ټولنې د هېوادونو سخت اوبې باکه چلند د منلووړ نه دی.

د اروپايي ټولنې هېوادونوته ښايي چې سويډن ته د نمونې په توگه وگوري: د عراق د وضيعت له کبله د سويډن حکومت پرېکړه کړې، چې د هغوعراقيانو يوتن هم عراق ته بېرته ونه لېږي، کوم چې يوځل د سويډن خاورې ته ننوتلي دي. برعکس، آلمان له عراقي منل شويوپناه غوښتونکوڅخه د هغوی د منل کېدو بېرته اخيستل پېل کړيدي.

عراق ته » په خپله خوښه « بېرته ستنېدل ؟
د آلمان دولتي ادارو تراوسه پورې د مجموعاً شل زره تنه منل شويوعراقي پناه غوښتونکوپرخلاف، د منل کېدو د بېرته اخيستنې کار پېل کړی دی اووايي: » د عراق سياسي حالت په اساسي توگه بدل شوی دی. داسې کومه نښه نښانه نه ليدل کېږي چې د عراق حکومت، د سياسي دلايلو له کبله، خلک تعقيبوي اويا به يې تعقيب کړي. « په دې توگه پرعراقي مهاجرينوباندې فشاراچول کېږي چې » په خپله خوښه « عراق ته بېرته ستانه شي.