1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له عسکرو سره د ټپي شویو طالبانو د درملني په اړه اندېښنې

۱۳۹۴ آذر ۳۰, دوشنبه

ځينو افغان عسکرو د حکومت د هغه وضعيت په اړه اندېښنه ښوولې ده چي وايي له دوی سره يو ځای په يوه روغتون کي د ټپي شوو طالبانو درملنه هم کيږي. افغان چارواکو په دې اړه له نظر څرگندولو څخه ډډه کړې ده.

https://p.dw.com/p/1HR0r
انځور له ارشيف څخه
انځور: Majid Saeedi

د طالبانو د یوه جنګیالي سترگ او لاسونه تړل شوي او یوه ور پر سر شوې ده چې د امنیتي دلایلو له کبله پوه نه شي په کوم ځای کې دی. هغه له افغان عسکرو سره په جګړه کې ټپي شوی دی، او اوس د همدغو ځواکونو له خوا د افغانستان تر ټولو لوی پوځي روغتون ته د درملني له پاره راوړل شوی دی.

د هغه درملنه د هغو ځواکونو په څنګ کې کیږي چې ده ورسره جګړه کړې ده. په سردار محمد داود خان روغتون کې دې وضعیت یو شیر عسکر په غوسه کړي دي. یو افغان عسکر چې محمد نومیږي وايي: «زموږ درملنه په یوه ځای کې کیږي. دا عجیبه ده. خو زه هیڅ نه شم کولای.»

محمد چې په پښه کي ټپي شوی دی او له دې طالب څخه یوازې دوې خوني لیري تر درملنې لاندې دی زیاتوي: «مشران دغه ډول پریکړې کوي ... طالبان غیرت نه لري ... هغوی د دې غیرت نه لري چې عسکر شي او زموږ هیواد ویجاړوي او خلک وژني.»

افغان چارواکي په داسې حال کې په پوځي روغتونونو کې د طالبانو د ټپي شویو جنګياليو د درملني پریکړه کوي چې یوازې د روان کال په لومړیو شپږ میاشتو کې ۴۰۰۰ افغان سرتيري وژل شوي او تر ۸۰۰۰ ډیر نور کسان ټپیان شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې په بشپړ ۲۰۱۴م کال کې ۵۰۰۰ امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.

په روغتونونو کې د طالب یاغیانو د درملني موضوع تر هغه وروسته په رسنیو کې ډیره توده شوه چې په اکتوبر میاشت کې په کندز ولایت کې امریکایي الوتکو د بې سرحده ډاکټرانو پر روغتون باندي برید وکړ چې پکښې ۳۰ کسان ووژل شول. امریکا متحدو ایالاتو بیا وروسته وویل چې دغه برید «د انساني اشتباه» له کبله شوی دی.

سردار محمد داود خان روغتون چې ۴۰۰ بستره لري، په افغانستان کې یو له پر مختللو روغتونونو سره شمیرل کیږي. په دې روغتون کې د افغان امنیتي ځواکونو تر څنګ د یاغیانو درملنه کیږي.

افغان چارواکو په روغتونونو کې د طالبانو د درملنې په اړه له نظر ورکولو څخه ډډه وکړه. یوه چارواکي د نوم د نه بربنډولو په شرط دا خبره تائید کړې ده چې په دولتي پوځي روغتونونو کې طالبان تر درملني لاندي دي، خو هغه ټینګار وکړ چې دولت په دې اړه له خبرو ډډه کوي. په عین حال کې ناټو هم له دې ډډه کړې ده چې په روغتونو کې د طالبانو د درملنې په اړه خبري وکړي.

خو د روغتونونو افغان چارواکي وایي چې هغوی د ژنيو کانوانسيونونو له مخې د ټپي شویو طالبانو درمنله کوي. د سردار محمد داود خان روغتون یوه چارواکي د نوم د نه بربنډیدو په شرط وویل: «موږ د نړیوالو قوانیونو درناوی کوو او غواړو کله چې طالبان آزادیږي، هغوی نورو طالبانو ته ووایي چې موږ د ښو مسلمانانو په څیر له هغوی سره چلن کړی دی.»