1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له غزې څخه د اسرائیلي پرشاتگ لسمه کلیزه

اندرياس ګورڅېفسکي / شمس الرحمن ناصر۱۳۹۴ مرداد ۲۴, شنبه

کله چې اسرائیلي ځواکونه په ۲۰۰۵ کال کې د غزې له تړانگې څخه ووتل له ډیرو خلکو سره دا هیله پیدا شوه چې اوس به نو سوله رامنځته شي. خو لس کاله وروسته ډیر شمیر اسرائيلیان دا یوه تیروتنه بولي.

https://p.dw.com/p/1GFx9
انځور: picture-alliance/dpa/J. Hollander
لس کاله مخکې د اسرائيلي سرتیرو متحرک انځورونه په ټوله نړۍ کې لیدل کیدل. اسرائیلي پوځ د غزې په تړانگه کې یهودي مهاجرین د دوی له کورونو څخه وایستل. د ۲۰۰۵ کال د اگست میاشتې په ۱۵ نیټه اسرائيلي ځواکونو د پوست او ۲۱ ښارگوټو تخلیه کول پيل کړه.

پرشاتگ یا د اسرائيلي ځواکونو تخلیه باید سوله راوستلې وای، خو د هغه وخت د اسرائیلو لومړي وزیر آریل شارون ژمنه کړې وه چې له هغو سیمو څخه د اسرائيلي ځواکونو په پر شاتگ سره په سیمه کې امنیت راولي، کوم چې اسرائيلو په ۱۹۶۷ کال کې اشغال کړې وې.

په هغه وخت کې هره ورځ په پرله پسې ډول د غزې له تړانگې څخه پر اسرائيلي سیمو توغندي توغول کیدل. سربیره پر دې اسرائيلي حکومت غوښتل چې د مخ پر ډیریدونکو نړیوالو فشارونو په پام کې نیولو سره د منځني ختیځ د شخړې د حل په برخه کې خپل ابتکار وښیې.

د هغه وخت اسرائيلي لومړی وزیر شارون په فلسطينۍ خاوره کي د يهودي مېشتځايونو د پرشاتگ له طرحې څخه د دفاع له کبله په خپل گوند (لیکود) کې هم تر ډیر فشار لاندی راوستل شو. په لسگونو زرو مظاهره کونکو په هغه وخت کې د دغې طرحې پر ضد اعتراض وکړ.

لاسي بمونه او هوایې بمبارۍ

۹۰۰۰ اسرائيلیان باید له خپلو مېشتځايونو څخه وتلي وای. پوځ د دغه ښارگوټي د ودانیو یوه لویه برخه ونړوله. په بیت المقدس کې حکومت ژمنه کړی وه چې دوی ته به د ویجاړ کړای شوو کورونو جبران خساره ورکوي. که څه هم اسرائیل له غزې تړانگې څخه وتلې وو، خو د فلسطیني توندلارو ډلو له خوا په پرله پسې ډول پر اسرائيلي سیمو د توغنديو او لاسي بمونو بریدونه ترسره کیدل. د دې په غبرگون کې اسرائیلو هم پر دوی هوایې بریدونه کول.

له ۲۰۰۵ کال راهیسې دغه جگړه څلور چنده ډیره شوې. یوازې په ۲۰۱۴ کال کې تر ۲۰۰۰ ډیر فلسطینیان او ۷۳ تنه اسرائیلیان وژل شوې دي. د غزې په تړانگه کې د اسرائیلي پوځ د هوایې بمباریو له امله په زرگونو کورنه ویجاړ او ډیر شمیر زیربناوې په بشپړ ډول له منځه تللي دي.

سره له دې چې سرحدي پولې د اسرائیلو له خوا په ډیر سخت ډول کنترولیږي، خو د حماس ډله توانیدلې ده چې هلته د خپلو وسلو ځېرمي لا پسې پراخې کړي. په عین حال کې د حماس توغندي حتی د اسرائیلو پلازمېنې تل ابیب ته هم رسیږي.

په اسرائيلو کې د خلکو تر منځ دې نظریې پراختیا موندلې چې د ۲۰۰۵ کال د پرشاتگ پریکړه یوه تیروتنه وه. د اسرائيلو اوسني لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو په هغه وخت کې د ماليې د وزير په توګه د شارون د طرحې په غبرگون کې د اعتراض په توگه له خپلې دندې استعفاء کړې وه. نوموړی اوس هم پر دې خبرې ټینگار کوي.

همدارنگه په اسرائیل کې د اپوزیسیون مشر اسحاق هِرڅوگ، ټینگار وکړ چې په هغه وخت کې د غزې له تړانگې څخه پرشاتگ «بې له شک څخه یوه تیروتنه وه». هِرڅوک دا ومنله چې اسرائيل له غزې څخه په پرشاتگ سره له نږدې ختیځ څخه د هونگ کونگ د وتلو په څیر تیروتنه کړې.