له فضا څخه خطر
د ځمکي په شا و خوا کې کابو۱۰ زره کوچنۍ سياري موجودي دي. په روان کال کې ډيري فضايي پيښې رامنځته شوي دي. اروپا اوس داسي يو سسټم جوړوي، چې مځکي ته له هري سياري څخه ورپېښېدونکي خطر احوال به ورکوي.
د خطر په اړه د معلوماتو د ورکړي سسټم
د ځمکي په فضا کې تقريباً ۱۰ زره کوچنۍ سيارې گرځي چې خطر هم پیښولای شي. (ESA) يا د اروپا فضايي اداره اوس له مځکي سره د دغو سيارو د ټکرونو د خطر په اړه د معلوماتو د ورکړي يو سسټم جوړوي. دا سسټم به په اېتاليا کې فراسکايي ته څيرمه نصب شي. په تينريفه کې د موجودو دوربينونو معلومات به په دې سسټم کې راټوليږي.
له ځکمې سره نزدې تيري شوي سیارې
که چیري غواړئ چې د معلوماتو د ورکړي د دې سسټم په اهميت وپوهيږئ نو بیا د روان کال د فرورۍ میاشتي پر۱۵ نيټه د روسیې په چليابنسک سيمه کې د آسماني ډبرو پيښه په ياد کړئ. د دې په نتيجه کې رامنځته شوې چاودنه له ۱۰۰ تر ۱۰۰۰کيلو گرامه ټنه «تي اين ټي» موادو د چاودنې په شان زوروره وه. په دې پیښه کې ۱۵۰۰ کسان ټپيان شوي ول.
د کنګل سوري کیدل
ځمکې ته د داخل شوي دغي ډبري قطر کابو ۲۰ متره اټکل شوی دی. خو له هوا سره د سوليدو په نتيجه کې يې اور اخیستی وو او وزن يې يوازې يو کيلو شوی وو. خو سره له دې هم چې کله مځکې ته راولوېده، نو په دې کنګل اوبو کې ۶ متره ننوتله.
ډیر لوی او ډیر خطرناک
خو «DA14 2012» نومې دغه کوچنۍ سياره چې تر ډبري ډيره خطرناکه وه. د دې وزن ۱۳۰ زره ټنه وو. په هماغه ورځ چې شهابي ډبره په چليابنسک کې راولوېده، DA14 2012 سياره له ځمکه څخه يوازي ۲۷ زره کيلومتر ليري تيره شوه.
له ځمکې سره د نورو کوچنيو سيارو د تيريدو امکان
په روان کال کې له ځمکې څخه د نورو کوچنيو سيارو د تيريدو امکانات هم شته. ساينس پوهان د داسي سيارو او آسماني ډبرو کلک نظارت کوي، ځکه که له دغو ډبرو څخه يوه کوچنۍ توټه هم راجلا شي هم به ډيره خطرناکه وي.
لکۍ لرونکې او ماتيدونکي ستوري
لکۍ لرونکي ستوري د ګازو د وريځو، ګازو، ډبرو او نورو ذرو څخه جوړ وي او اوږده لکۍ لري. کله چې له دوی څخه يو کوچنۍ ډبره هم ځمکۍ ته داخليږي نو د حرارت درجه يې ۳۰۰۰ سانتي ګرادو ته رسیږي. د سوځيدو له کبله داسې ښکاري لکه يو ستوری چې مات شوی وی.
که يوه شهابي تيږه له منځه ولاړه نه شي
آسماني ډبري ځمکۍ ته تر داخليدو وروسته له هوا سره د سوليدو له کبله اور اخلي او له منځه ځي. له دغو ډبرو څخه که کومه په بشپړه توګه و نه سوځېده او مځکي ته راولوېده، نو قطر یې د يوې کوچنۍ ډبري په شان وي. خو لويي ډبري ډير زیان رسولای شي. تر اوسه پر ځمکې د يوې آسماني ډبري له وجې تر ټولو ستره کنده په ايريزونا کې جوړه شوې. د دې قطر ۱۰۰۰ متره دی او دا ۵۰ زره کاله پخوانۍ ده.
د يوه عصر خلاصيدل
د اټکل له مخې له نن څخه ۶۵ ميليون کاله پخوا يوه لويه سياره چې په ټاپو وزمه «يکاتان» کې رالوېدلې وه. دا پيښه په دې خيالي انځور کې وړاندې شوې. د دې له وجې د Chicxulub په نوم کنده جوړه شوې وه چې قطر یې تر ۱۸۰ کيلومترو هم زيات وو. د کارپوهان په آند دا پيښه له ځمکۍ څخه د دينوسور نسل د ختميدو سبب شوې وه.
سوځيدلي ډبري
کوچنۍ سيارې په اصل کې د سوځيدلو ډبرو غوندي ښکاري. دا کوچنۍ سيارې له نورو سيارو سره هم ټکرونه کوي. د ناسا له خوا مريخ ته د «اپورچيونتي» په نوم استول شوي روبوت موتر هم په ۲۰۰۵م کال کې پر مريخ داسې يوه کنده موندلې وه چې د يوه خلايي ټوټې تر ټکر وروسته رامنځته شوې.
آيا موږ د ځمکې اوسيدونکي انديښنه ولرو؟
د ځمکې اوسيدونکي بايد ډير انديښمن نه شي، ځکه د ستورپوهانو په آند په راتلونکو سلو کالو کې پر مځکه باندي د لويو سيارو او يا آسماني ډبرو د برابرېدو امکان ډېر لږ دی.