1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له لوی څارنوال عبدالجبار ثابت سره مرکه

۱۳۸۶ خرداد ۱۱, جمعه

دويچه ويله: تاسی له هغې ورځي نه چې د ولسي جرگې نه د اعتماد رايه تر لاسه کړه او له اداري فساد سره مومبارزه اعلان کړه،نو تر اوسه مو دغه مبارزه او جهاد تر کوم پړاوه رسولی دی؟

https://p.dw.com/p/DMp8
انځور: AP

ثابت :تر کوم پړاوه خويې نه شم درته ويلي،ځکه چې داسي کوم مشخص سرحديې نه ده معلوم. خو دوام لری، په دی اړه د څارنوالئ منصوبينو او په خپله زه تر اوسه پوری مو لسوولايتونو ته سفر کړې ،په لسو څارنوالئېو کي مو قضايا څارلي دی او د اټکل له مخي مو د يوسلو پنځوسونه تر دوه سوه کسانو پوری په ولاياتو کي نيولي دی. همدارنگه يو زيات شمير کسان،چې د هغوی نومونه ماته نه راځي هغه مو په مرکز کي نيولي دی.په مرکز کي په مختلفو ادارو او وزارتخاتو کی زموږ څارنوالان لگيا دی څيړنه او پلټنه کوي او دلته هم موږ ډير شمير کسان نيولي دی.

دويچه ويله: دغه شمیر کسان،چې نيول شوي د کومي کچي خلک دی؟
دا خو د منځنئ کچی نه تر لوړي کچي پوری دی. د مثال په ډول له عمومي مدير نه نیولي د معاون د والي پوری. معاون د والي د لوړي کچې سړې دی. او يا د ښارواله پوری ياد مستوفي پوری يا د عمومي ريس پوری،چې د عمومي ريس تر لاس لاندی بيا پنځه شپږ نور ريسان دی، ويني دا د لوړي کچي خلک دی. جنرالان راسره دی ډير،د مثال په ډول اوس له موږ سره د دولسو يا ديارلسوپه شا او خوا کي جنرالان دی، چې هغوی په توقيف کي دی. يوه ډله چې موږ د ترافيکوپه رياست کي نيولي،په هغوی باندی نن حکم د محکمي شوی او هغوي محکوم شوی دی په جزا باندی.

دويچه وېله: هغه وخت چې تاسی ولایتونو ته سفرونه کول البته په مطبوعاتو کي داسي رپوټونه وو،چې ځني واليان تاسی سره په دی برخه کی همکارې نه کوی د دی وجه څه ده؟
ثابت:د دی وجه داده،چې هغوی يو شمير خلک هلته حمايه کوي،د دی له پاره چې هغه خلک وساتل شی او قانون پری تطبيق نه شي نو دوی له ماسره همکاری نه کوی.

دويچه وېله:په دی وروستيو وختونو کی تاسی دا خبره کړی وه،چې په دی جهاد يا په دی مبارزه کي ملي شورا او جمهور ريس ستاسي تر شا ولاړ دې. خو په ملی شورا کي داسي کسان شته دې چې ستاسي د دی تگ لاری سره يې مزاج برابر نه دې.
ثابت: دغه دواړه مجلسه که ووايو دری سوه نهه څلويښت کسان په کي دی او که دا يو د ولسي جرگي مجلس ونيسو هلته دوه سوه نهه څلويښت کسان دی. په دی دوه سوه نهه څلوښت کسانو کی دا طبعي خبره ده،چې يو شمير کسان به له ما سره مخالفت وکړي. په ډول ډول دلايلو،چې يو ستر او مهم دليل يې تعصب دی. يو شمير خلک زموږ په خواشينئ سره ډير تنگ نظره او متعصب دی خو د دوی شمير الحمدل الله،چې ډير کم دې. د ولسي جرگي غړی اکثريت يې زما ملاتړ کوي. هغه پنځه په سلو کي که څوک وی له پنځه فيصده نه هم کم دی، نو هغوی که زما مخالفت کوی، کوی دی له ماسره کوم باک نه شته او زما په وړاندی خنډ کيدی نه شي.دوی ما پسي هڅي کوی چې زما په وړاندی خنډونه رامنځ ته کړی، جنجال راته پيدا کړي او توطيئ راته جوړي کړي. هغه په خپله بيرته هماغه د ولسي جرگي له خوا د هغو پاکو او محترمو غړو له خوا نه خونسا کيږي،چې هغوی د دی جهاد ملاتړ کوی او هغوی د دی ملک ابادی نيکنامی او ابرو غواړی.هغه خلک هم بيرته د هغو ډيرو محدودو کسانو چې شمير يې ډير کم دې د هغوي زه پروا نه لرم.

دويچه وېله:ځني خلک داسي نیؤکه کوی،چې ښاغلې ثابت په دی مبارزه کي ډير تیز روان دی او کله کله د احساساتوله مخی نه ژر تصميم نيسي،په اړه ستاسي نظر څه دی.
ثابت:زه د دی نيوکي سره موافق نه يم،چې زه تيز روان يم.زه تیز ځکه نه يم چې زما دادی د اتو مياشتو په شاو او خوا کی پوره کيږي. او ما يؤازي لسو ولایتونو ته سفر کړی دی.دا د دی مانا لری،چې زه ډير ورو روان يم. په خپله په مرکز کي ډيری زیاتي اداری له تر اوسه پورې موږ نه دی پلټلي او څارلی. خو زه لگيا يم.يؤازي يو شي چې خلک دا خبره کوي ځکه دوی کوم بله نيوکه پيدا نه کړي نو بيا دا خبره را پورته کوی چې دې تیز روان دې. نه تيز روان يم او نه کوم بل څه، بلکي زه داسي فکر کوم چې زه ډير ورو روان يم. نو که زه لږ گړندې وای نو کم له کمه به ما د هيواد نيمو ولایتونو ته سفر کړی وای.