1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له مالي څخه تېښته او هجرت زيات سوی دئ

۱۳۹۱ خرداد ۱۴, یکشنبه

افریقایي هیواد مالي د کودتا څخه وروسته، د القاعدې له گواښ او د طوارق د ملېشو له پاڅون سره مخامخ دئ. په دې هیواد کې په تیر میاشتو کې ډیر کسان وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/1577a
انځور: picture alliance/Ferhat Bouda

په مالٍي کي د تيرو مياشتو په اوږدو کي تر شپيتو زورو څخه زیات انسانان د خپلو کورنو څخه مهاجر سوي دي. هغوی د جگړې او تاوتريخوالي څخه د ځان ژغورلو له پاره بورکينا فاسو ته پناه وړې ده، چيري چي هغوی په لويو کمپونو کي ژوند کوي او د يو شمېر ستونزو سره مخامخ دي.

د بورکينا فاسو د کډوالو په کمپونو کي د اوبو څخه نيولې بيا تر خوراکي توکو تشنابونو او د ورته آسانتياو ستونزي موجوده دي. خو د دغو کمپونو د اوسېدونکو له پاره تر ټولو لويه پوښتنه دا ده چي ايا دوی به په مالي کې خپلو کورنو ته بېرته ستانه سي او که به هلته د ازاواد په نوم نوی هيواد جوړ سي. د طوارق ملېشې د اپريل د شپږمي نېټي راهيسي د مالي دغو شمالي برخو ته د ازاواد هيواد خطاب کوي. دغه ډله وايي چي ازاواد د دوی تر ولکې لاندي سيمه ده او بايد په رسميت وپېژندله سي.

د بورکينا فاسو په شمال کي د فېرې ريو په نوم د مهاجرو يو کېمپ دی. زياتره دغه خلک د مالي څخه رامهاجر سوي دي او زيات ئې په خټه طوارق دي. دوی د ټيبوکو گاو او کيدال شمالي سيمي د خپلو څارويو سره د جگړې له کبله پرې ايښي دي. اوس دوی خوندي دي خو د فېرې ريو په کېمپ کي هم دوی د ژوندي پاته کېدو له پاره مبارزه کوي ولي چي دلته هم خوراکي توکي ډېر کم دي.

په دغه کمپ کې یو کډوال موسی اگ اينزوما، وايي چي د بماکو حکومت په لسيزو لسيزو د طوارق ټبر د حقونو څخه بې برخي کړی وو چي په پايله کي ئې جگړه رامنځ ته سوه:

«اوس وضعه د کرکي وړ ده. موږ په آرامه فضا کي په شمال کي اوسېدلو. دا ټولې ستونزي په دې رامنځ ته سوې چي د مالي ځواکونو زموږ سيمي ونيولې.»

خو ويل کيږي چي دغه بشپړه حقيقت نه دئ. د طوارق ټبر زياتو کسانو په لبيا کي د پخواني واکمن معمر القذافي له پاره جگړه کوله. د قذافي د وژل کېدو وروسته هغوی د درنو وسلو سره بېرته مالي ته راغلل او د ځان له پاره ئې يو چانس وليد چي د طوارق له پاره د خپلواکه هيواد ترلاسه کولو په موخه وجنگيږي.

دوی وايي چي د دغه نوي هيواد نوم به ازدواد وي. د جنورې د میاشتې راهيسي دوی د مالي هيواد شمالي برخه گام په گام ولکه کړې ده. دوی د مالي حکومتي ځواکونو ته سخته ماته ورکړه. د اپريل په شپږمه نېټه د ازدواد د خپلواکۍ د ملي پاڅون نوم درلودونکي دغي ډلې له خوا د ازدواد په نوم د نوي خپلواک هيواد اعلان وکړ، خو دغه هيواد تر اوسه په رسميت پېژندل سوی نه دئ.

د دې څخه تر مخه چي د طوارق ملېشي د مالي شمال ونيسي په دغو سيمو کي د انصارالدين په نامه د اسلامپاله توندلارې ډلې اغېز موجود وو. د دغې ډلې په هکله ويل کيږي چي د المغرب څخه ورته زيات د القاعدې جنگيالي راځي او زياتي پيسې او وسلې لري. دوی غواړي چي شريعت نافذ کړي. څه موده وړاندې د انصارالدين او طوارق ملېشو پر دې توافق وکړ چي سره به یو ځای کیږي او په بدل کي به ازاواد کي شريعت نافذ کيږي.

خو د طوارق زيات شمېر اوسیدونکي د شريعت له نافذیدو ته لیوالتیا نه لري. له بلې خوا دوی دا واک هم نه لري چي د انصارالدين څخه خپلې سيمي پاکي کړي. همدا وجه ده چي زيات طوارق په اندېښنه سره د خپل هيواد بهير ته گوري چي ورڅخه بل افغانستان جوړېدونکی دئ.

دامن کلاوز/ احمد ولي اچکزی
کتونکی: سید ریاض