1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له معیوبینو سره مرسته، یو سړی او یوه ستره چاره

شمع نظامي۱۳۹۴ خرداد ۲۹, جمعه

د افغانستان په جلال آباد ښار کې د معلولو وګړو له پاره يو ځايي خبريال د «ویلچیرو» د ورکولو یوه اسانه لار چې په یوازې سر له خلکو بسپني راټولوي او بیا د معلولینو ته پرې څوکۍ (ویلچیر) رانیسي او هغوی ته يې ورکوي.

https://p.dw.com/p/1Ficj
Baubeginn Behinderten Hospitz in Herat
انځور: DW/H.Hashimi

خبریال باز محمد عابد له تیرو څو کلونو راهسې په ننګرهار کې هغو معلولو وګړو ته ځان رسوي چې د ویلچیر د رانیولو وس نه لري. عابد وايي چې دا یې یوه هیله وه خو کله چې یې له خلکو د مرستې غوښتنه وکړه نو له ډیرو ځایونو یې مثبت ځواب تر لاسه کړ او وروسته يي د دغو مرستو له پاره یو بانکي حساب پرانست چې خلکو به ورته پیسې له افغانستان او پښتونخوا او نوري نړۍ ورلیږلې او ده به پرې هغوی ته ویلچير رانیول و.

باز محمد عابد به په لومړي سر کې په لېري پرتو سیمو کې په معلولو کسانو پسې ګرځېد، خو اوس ډیرو د هغه د تليفون شمېره موندلې او د ویلچیر د تر لاسه کولو له پاره تلیفون شمیره او نومونه ورلیږي.

د فعالیت پیلولو انگیزه

د دې پوښتني په ځواب کې چې کومه انگیزه وه چې دی یې دې کار ته وهڅاوه وویل چې د دې کار درې انگیزې وې: لومړی دا چې د کار او ټولنیزو چارو وزیره ننگرهار ته راغلې وه «نو له هغې څخه مې پوښتنه وکړه چې تاسو هغو خلکو ته څه امتیاز ورکوئ چې په پیدایښته شل او یا معذر پیدا شوی وي یا هم پولیو یا گوزڼ وهلي وي.» نو هغې په ځواب کې وویل چې دوی هغو خلکو ته معاش یا نور امتیازات برابروي چې د جگړې قربانیان وي. د عابد په خبره «هغې یو ډول زما له پوښتني څخه ځان تیر کړ.»

Bildergalerie Afghanistan Behinderte Basketball
انځور: AFP/Getty Images/Shah Marai

بله انگیزه چې زه یې دې کار ته وهڅولم هغه دا وه چې ما د فیسبوک له لاري د دوستانو په منځ کې اعتبار پیدا کړی وو او هغه داسې چې یوه فرهنگي دوست مرستو ته اړتیا لرله او هغې په پوره امانت دارۍ سره هغوی ته ورسوله.

دریمه انگیزه یې دا وه چې «زما یوه لور مورزاده شله پیدا شوې وه، موږ ډاکټرانو ته مراجعه وکړه نو راته یې وویل چې کیدای شي په پنځه کلنۍ کې وگرځي او همداسې هم وشول.» خو زما لوی ارمان دا وو چې ماته خدای وس راکړي چې له معذوري طبقې سره مرسته وکولای شم. هغه زیاتوي: «هغه وخت په تیرو درو کلونو کې رارسیدلی وو، دغه درې انگیزې سره یو ځای شوې او ماته یې دا توان راکړ چې زه د خپلو هیوادوالو معذورو خویندو وروڼو سره د ویلچیرو په برخه کې مرسته وکړم.»

«یو مات گډ ویلچیر»

عابد د ۲۰۱۲م کال په نیماي کې دغه کمپاین پيل کړ. هغه وایي دا کمپاین له دې څخه پیل شو چې د ننگرهار په عامه روغتون کې چې د ختیځ زون لوی روغتون دی ویچلیر نه ول: «د یوه مریض له پاره ویلچیر په کار شو. چې هغه یې راوړو نو هغه پکښې نه ځایده، ټایرونه یې ورته په پلاستیکونو تړلي ول نو د هغې انځورونه مې پر فیسبوک خپاره کړل.»

د باز محمد عابد په خبره له آلمان څخه یو افغان له ده سره مرسته وکړه چې ویلچیر پرې رانيسم. هغه زیاتوي چې ده لس ویلچیري رانیولې او عامه روغتون ته یې ورکړې خو هغوی له ده څخه دا وانخیستي او ویل چې په دې برخه کې د «هېلنټ» په نوم موسسه له روغتون سره مرسته کوي، او په وینا یې بې صاحبه مال نه شي اخیستلای.

باز محمد عابد، زیاتوي چې ده بیا دغه څوکۍ په ننگرهار کې د معیوبینو ریاست ته ورکړې: «خو هغوی هم دغه څوکۍ په تعلقاتو خلکو ته ورکړې، اړونده کسانو ته یې نه وې ورکړي.» عابد زیاتوي چې ما بیا پریکړه وکړه چې دغه هر څه به په خپل لاس معلولینو ته ویشم او دا چاره تر نن ورځې ادامه لري.

بازمحمد عابد دا هر څه په یوازي سر کوي، خو اوس يي چاري تر یوه لوی بنسټه رسیدلي «باز خیریه بنسټ» چې دا مهال په ټولنیزو رسنیو کې ورباندي بحثونه کيږي. عابد هم د ټولنیزو رسنیو په ځانګړي ډول فیسبوک له لارې له خلکو مرستي غواړي او بیرته نورو ته د خپلو مرستو د ویش او پلي کولو حساب ورکوي.

د عابد د مرستي لاسونه یوازې تر ننګرهار محدود نه دي له پښتونخوا او د افغانستان له نورو څنډو څخه هم معلول وگړي له عابد سره اړيکه نيسي او دی يي د مرستې له پاره منډي وهي. هغه په تیرو څه کم درو کلونو کې شا او خوا ۲۲۶ ویلچیري ویشلي او ۳۰ یې لا هم له پیښور څخه ننگرهار ته پر لاره دي.

باز محمد عابد د معیوبینو له پاره دغه څوکۍ په پیښور کې رانیسي او بیا یې ننگرهار ته لیږدوي. اړمن کسان له ده سره خپل نومونه ثبتوي او دی بیا د فیسبوک له لاري اعلان کوي چې دومره شمیر کسان ویچلیرو ته اړتیا لري او د مرستو تر راټولویدو وروسته د معلولینو له پاره څوکۍ رانيول کيږي.

د عابد په خبره اوس په کابل کې د کوچنیانو له پاره د بایسکلونو د جوړولو یوه فابریکه جوړیږي نو له هغوی څخه یې غوښتي دي چې د دغو ویلچیرو د جوړولو امکانات هم برابر کړي، څو چاري یې نوري هم آسانه شي.

پر دې سربیره «باز خیریه بنسټ» د خیریه ټولنو د همغږۍ مرکز غړی هم دی. په دغه مرکز کې اووه اته خیریه بنسټونه راټول شوي دي چې هر یو په خپل نوبت خیره خدمات وړاندي کوي. باز خیریه بنسټ له دوی سره په نورو چارو کې لاس نیوي کوي خو خپل اصلي هدف یې د ویلچیر په برخه کې خدمات دي.

دعابد له ټولنیزو اوخیریه کارونو وروسته په ننګرهار کې ان کوچنیو ماشومانو او تنکیو ځوانانو هم، دغه احساس پیدا کړی چې خیریه کارونو ته مخه کړي، د ویني د ورکړي کمپاینونه او نور ګډي هڅې يي بیلګې دي.

د ډیرو باور دادی چې دا ډول هڅې په ټولنه او په ځانګړي ډول ځوانانو کې د ټولنیزو فعالیتونو له پاره احساس را پارولا شي.