1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له مهاجرو سره د آلمان مرستې دوه برابره زیاتیږي

آژانسونه/ عبدالباري حکيم۱۳۹۴ خرداد ۲۲, جمعه

د آلمان مرکزي حکومت او ایالتي حکومتونه د مهاجرو د لگښتونو په لانجه کې یوې روغي جوړي ته سره نژدې شوي دي: له ۲۰۱۶م کال څخه فدرالي حکومت د آلمان له ایالتونو او محلاتو سره د مهاجرو په لگښتونو کې په پرله پسې توگه ونډه اخلي.

https://p.dw.com/p/1Fg8u
انځور: picture-alliance/dpa

د کډوالو او مهاجرو له پاره د آلمان فدرالي اداره په دې باور ده چې په دغه هیواد کې د روان میلادي کال تر پایه به څه د پاسه ۴۰۰ زره خلک د پناه له پاره غوښتنه وکړي. دا شمیر د تیر کال په پرتله دوه برابره زیات ده.

کیدای شي دغه شمیر له دې څخه هم لوړه شي. په دغو چارو کې د آلمان اړوند وزارت په برلین کې د صدرات په مقر کې تر سلا مشورو وروسته وویل چې د مهاجرو د دغه ستر بهیر له امله د لگښتونو د پوره کولو له پاره فدرالي حکومت او ایالتي حکومتونه او محلي ادارې «گډ مسئولیت» لري: د برلین په غونډه کې د آلمان فدرالي حکومت له ایالتونو او محلاتو سره د مرستو ژمنه وکړه.

د دغې ژمني له مخې وروسته له دې به فدرالي حکومت د مهاجرو له پاره د ایالتونو او محلاتو په ټولو لگښتونو کې په دايمي توگه ونډه اخلي.

د کډوالو په چارو کې فدرالي وزارت پرون شپه (د جمعې په ماخستن) اعلان وکړ چې حتی همدا سږ کال به د فدارل حکومت «ثابتي مرستې» دوه برابره شي. معنی دا چې د مهاجرو په لگښتونو کې به فدرالي حکومت تر یو ميلیارد يورو ونډه واخلي.

د نوموړي وزارت د وینا له مخې سره له ۲۰۱۶ څخه به فدرال حکومت «په منظمه او دايمي توگه په ټولو هغو لگښتونو کې ونډه واخلي چي آلمان ته د پناه غوښتونکو او مهاجرو د روان ستر بهیر له امله رامنځ ته کیږي.»

په دې برخه کې مشخص تصمیم به په مني کې ونیول شي. د آلمان د صدارت مقام او د ایالتي او محلي ادارو د استازو تر منځ د برلین غونډي په پای کی وویل شول چې د « گډو هڅو له لاري به وروسته له دې د هغو کسانو چې مرستو ته اړتیا لري او هغه کسانو چې دلته د پاتېدو چانس نه لري یو ښکاره توپیر وشي.»

تراوسه پوري فدرالي حکومت د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کال له پاره په کال۵۰۰ ميلیونه يورو تخصیص کولې، څو له ایالتونو او محلاتو سره د مهاجرو د اعاشې او هستوگنو په برخه کې مرسته وکړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب