1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له مهاجرو سره د ترهگرو بریدونو خطر ډېر شوی؟

۱۳۹۵ تیر ۲۳, چهارشنبه

د یوې نوي څېړني پايلې ښيي چې ډېر اروپایان د مهاجرو په هکله داسي نظر لري چې کواکې دوی بالقوه ترهگر دي او د اروپا له اصلي اوسیدونکو څخه کارځایونه نیسي. په اروپایانو کې دغه ویره په حیرانونکي توگه زیاته شوې.

https://p.dw.com/p/1JNVM
انځور: Reuters/H. P. Bader

د Pew Research Center په نوم امریکایې څېړنیز مرکز له خوا د ترسره شوي څېړني د پایلو له مخي ډېر اروپایان فکر کوي چې د ډېرو مهاجرو په راتگ سره په اروپا کې د ترهگریزو بریدونو خطر لوړ شوی دی.

سربیره پر دې د دغې څېړني په ترڅ کې له پوښتل شوو کسانو څخه ډیرو یې ویلي دي چې نوي راغلي مهاجر به په اروپا کې د دوی له پاره موجود کارځایونه او د ټولنیزو خدماتو ساحه تنگه کړي.

دغه نظر په ځانگړي توگه په هنگري او پولنډ هیوادونو کې ډیر زیات پراخ شوی دی. دغو هیوادونو تیر کال ډیر لږ مهاجر منلي دي او ولسې محافظه پاله حکومتونه یې په ډیري سختۍ سره د سپما د سیاست مخالفت کوي.

د اروپایې اتحادیې د هغو لسو هیوادونو له ډلي څخه په اتو کې چې د اروپا د نفوس د ۸۰ سلنه برخې استازیتوب کوي، د پوښتل شوو کسانو تر نیمایې ډیرو یې ویلي دي چې د مهاجرو په راتگ سره د دوی په هیوادونو کې «د ترورستي بریدونو د خطر» احتمال لوړ شوی دی.

په هنگري کې ۷۶ او په پولنډ کې ۷۱ سلنه د پوښتل شوو کسانو دغه نظر تائيد کړی دی. په آلمان کې بیا د پوښتل شوو کسانو ۶۱ سلنه یې ورته اندیښنه لري. د دې برعکس په فرانسه کې چې تیر کال د افراطي اسلامپالو له خوا پکښې دوه ترهگریز بریدونه ترسره شول، تر نیمایې ډیر یعنې ۵۱ سلنه د پوښتل شوو کسانو یې په دې نظر نه دي چې گوندی د مهاجرو په راتگ سره د ترهگریزو بریدونو خطر هم لوړ شوی دی.

په ذهنونو کې واضح ارتباط

Pew Research Center د خپلې څېړنې په رپوټ کې لیکلي دي چې په مجموع کې د اروپایانو په ذهنونو کې د مهاجرت کړکیچ او ترورستي خطر تر منځ یو ډیر واضح ارتباط موجود دی. له همدې امله خارجي ضد ښې اړخو گوندونو د مهاجرو شمیر زیاتیدل د خپل خارجي ضد شعارونو مرکزي ټکی گرځولی دی.

د دغې څېړنې له مخې له لسو څخه د اوو هیوادونو د وگړو لویه برخه مهاجر یو بار گڼي. د دوی په اند مهاجر د اروپا د ځایې خلکو کارځایونه او ټولنیز خدمات په رقابت کې اچوي. په هنگري کې ۸۲ سلنه، په پولنډ کې ۷۵ او په یونان کې ۷۲ سلنه د پوښتل شوو کسانو دغه نظر تعقیبوي.

په آلمان او سویډن کې چې تیر کال یې په ځانگړي توگه ډیر مهاجر ومنل، دغه مفکوره دومره پیاوړی نه ده. په آلمان کې ۵۹ سلنه د پوښتل شوو کسانو فکر نه کوي چې د مهاجرو راتگ دې د دوی کار په خطر کې واچوي او یا کوم بدلون پکښې راولي.

په آلمان او سویډن کې د پوښتل شوو کسانو اکثریت په دې نظر دي چې د نوو راغلو مهاجرو په راتگ سره کوربه هیوادونه د دوی د ذکاوت او کاري قوي په مرسته لا پسې پیاوړي کیږي.

د پیو ریسرج سنټر څېړنیز مرکز د روان کال د اپریل میاشتې له پیل څخه د می تر نیمایې پوري د دغي څېړنې په ترڅ کې د مختلفو اروپایې هیوادونو شاوخوا ۱۱۵۰۰ کسان پوښتلي دي. په دغو هیوادونو کې د آلمان تر څنگ، په فرانسه، ایټالیا، یونان، لویه بریتانیا، هالنډ، پولنډ، سویډن، هسپانیا او هنگري هیوادونو کې دغه څېړنه ترسره شوی ده.