1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له مهاجرو سره د مرستې له پاره ۱۶ میلیارده یورو ته اړتیا

۱۳۹۴ آبان ۷, پنجشنبه

د آلمان ځيني ښارونه په دې وروستیو کې د ډیرو مهاجرو د راتلو له کبله تر فشار لاندي دي. اوس د آلمان د ښارونو ټولني هغه اندازه پیسې معلومي کړې دي چې د هغوی په اند مهاجرو ته د خدمتونو د رسولو له پاره اړینې دي.

https://p.dw.com/p/1GwSF
Flüchtlinge in Deutschland
انځور: picture-alliance/dpa/P. von Ditfurth

د آلمان د ښارونو ټولني وړاند وینه کړې ده چې په ۲۰۱۶م کال کې به کډوالو ته د خدمتونو رسولو او د هغوی د ادغام بهیر ډیر لوړ لګښت ولري.

د دغې ټولني د مالي چارو مسئول هیلموت دیدای، ویلي دي چې د مهاجرو د شته شمېر د معلومات له مخې د هغوی له پاره د خدمتونو د برابرولو ادغام په موخه ښايي له اوو او ۱۶ میلیاردو یور تر منځ پیسو ته اړتیا وي.

دغه ټولنه هر کال خپل مالي رپوټ خپروي چې پکې همداراز د راتلونکي کال له پاره د لګښتونو وړاند وینه هم شوي وي.

خو د ښارونو ټولنه وایي چې د ادغام لګښتونه کیدای شي چې تر درې میلیارده یورو پوري ورسیږي. دغې ټولني د آلمان له فدرال حکومت څخه غوښتې دي چې په دې برخه کې د ښارونو بودجه زیاته کړي.

د آلمان د ښارونو ټولني مشر ستیفن ارتیکوس، ویلي دي چې په ډیرو ښارونو او وړوکو ښارونو کې وضعیت سخت دی. هغه ویلي دي چې په لومړي سر کې مهاجرو ته د اوسیدو ځای موندلو په برخه کې ستونزي موجودي دي.

هغه زیاته کړې ده چې په عین حال کې د کورونو موندل، په ښوونځيو کې د ځای موندل، د ماشومانو د ساتلو امکانات برابرول او همداراز د روغتیایي خدمتونو ترلاسه کول هم ستونزمن دي.

دغه چارواکي زیاته کړې ده چې پر ټولو ستونزو سربیره هم باید له هغو کسانو سره مرسته وشي چې له جګړه ځپلو هیوادونو آلمان ته راځي او دلته ساتنې ته اړتیا لري.

هغه ویلي دي: «پوښتنه دا نه ده چې ایا د کډوالو پر سر د پیسو لګښت سم دي او که نه. په اوس وخت کې دغو لګښتونو ته اړتیا  شته. بشري مرستې په مفته نه ترلاسه کيږي.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب