1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له مهاجرو څخه عامو خلکو ته روغتايي خطر متوجه نه دی

آژانسونه/ ق.ن۱۳۹۵ خرداد ۲۸, جمعه

جرمني ته د راغلو مهاجرو څخه د کارپوهانو په حواله عامو خلگو ته هیڅ روغتايي خطر متوجه نه دی. د ویورڅبورگ حاره اي طبابت کلینیک ویلي دي چي «ددې له پاره هیڅ علمي اسناد او شواهد وجود نه لري.»

https://p.dw.com/p/1J8WY
انځور: picture alliance/dpa/C. Rehder

دغه خبره د «ویورڅبورگ» ښار د حاره اي طبابت کلینیک د ساري ناروغیو له څانگي څخه «اوگوست سټیش» نن (پنجشنبه په ورځ د جون ۱۶ نیټه) وکړه.

د ده په خبره خو بیا هم د مهاجرو په منځ کي نسبت د جرمني اوسیدونکو ته د ساري ناروغیو خطر ډیر دی، حتی دا ډول ناروغۍ چي دلته پیژندل سوي نه دي: «خو موږ باید پرې نږدو، چي دا د ښی اړخي عوام پالو له پاره یوه موضوع وگرځي او د مهاجرو پر ضد یې استعمال کړي.»

د ویورڅبورگ حاره اي کلینیک له لسو کلونو راهیسي ددغه ښار د ۵۰۰ پناه غوښتونکو د یوې سرپناه، طبي پالنه کوي.

د خپلو تجربو پر اساس سټیش او د هغه ملگرو غوښتنه وکړه، چي د مهاجرو له راتگ سره سم باید د هغوی هراړخیزه طبي معاینات وسي.

په اوس وخت کي مهاجر له خپل راتگ سره سم یوازي د ساري مریضیو له کله معاینه کیږي، او عمومي معاینات یې نه کیږي. اصلأ هغوی ۱۵ میاشتي وروسته د صحي بیمې کارټونه تر لاسه کوي.

په همدې حال کي د طبي مسلکي کانگرس شاوخوا۱۲۰۰گډون کوونکي تر یکشنبې ورځي پوري د نورو تر څنگ د ساري ناروغیو او له هغه سره د مؤثري مبارزې پر لارو چارو باندي بحثونه کوي.