له موصله تېښته
د عراق په موصل ښار کې له يو نیم کال راهيسي جګړه روانه ده. اوس هم د دغه ښار ډيري برخې د داعش په کنترول کي دي. دلته انسانان کوښښ کوي چې له دې ښاره د همام العلیل کمپ ته سيمي ته وتښتي.
د بې ځایه شویو خلکو ښار
د موصول ښار په شل کليومترۍ کې په يوه کمپ کې په زرونو کسان اوسيږي چې ډير يې ماشومان دي. دغي سيمي ته له ښاره تر درې سوه زرو پوري کسان د داعش له ويري تښتېدلي دي.
د دغو تښتيدلو کسانو په منځ کې شل کلن امجد ګالادي، د هغه مېرمن او درې ماشومان هم دي. دی وايې له هواي بمباریو او لاسي بمونو څخه يې ويره لرله. کله چې هغه وکولای شول له خپلې کورنۍ سره وتښتي نو يې د ماشومانو سترګې تړلي وي، ځکه هغوي بايد دغه ويرونکی حالت نه وای ليدلی.
په ۴۸ساعتونو کې نوی ژوند
پنځه څلويښت کلنه هانياي ابراهيم او د دې کورنۍ کوښښ کړی چې دغه خيمه لکه د خپل کور په شان جوړه کړي. ابراهيم خپل ميړه د عراق په جګړه کې له لاسه ورکړ. درې اونۍ تر مخه دغه کورنۍ د همام العليل کمپ ته راتښتيدلې ده. دوي د موصول له لويديځ څخه په اته څلويښتو ساعتونو کې تر دې ځايه رارسيدلي.
له مرميو تېښته
دغه اوه ديرش کلن عراقی عبيد رامدران هم له خپلې کورنۍ سره همام العلیل ته تښتيدلی. کله چې د دوی پر ناحيه باندي د مرمیو باران کيږي نو دوي له هغه ځايه تښتي. په عراق کې موصول ښار د داعش اصلي مرکز دی.عراقي پوځ له خپلو ملاتړ کوونکو سره يوځاي کوښښ کوي چې دغه ښار بیرته ونيسي.
په کمپ کي ورځنی ژوند
د بې ځايه شويو په کمپ کي يو ځوان د خلکو ويښتان جوړوي. په خېمه کې څلور تنه نور هم ښکاري چې د ويښتانو اصلاح کولو په تمه دي، څو وخت ورته ورسیږي. د اصلاح شويو ويښتانو د وروستي ازمايښت له پاره يوه کوچنۍ هنداره راځوړنده ده. د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو اداري د معلوماتو له مخې؛ له موصول ښار له لويديځ څخه هره ورځ تر۴۰ زرو کسانو پورې تښتي.
سخت کار
يوه ميرمن په پلاستيکي لګن کې جامې پريمېنځي. د همام العليل کمپ د مهاجرو له پاره یوه لومړنۍ سرپناه برابروي او د ژوند ټول ضروریات پکښې نه شته. په زرونو عراقیان اوس په دغه کمپ کې اوسیږي. د عراق د پوځ له وروستی بريد سره دغه کمپ له مهاجرو ډک شوی دی.
راتلونکي به څنګه وي
پر ويجاړيو ناست دوه نارينه د ښار لوري ته گوري. پخوا په دي ځاي کې يو کور ودان وو. دغه سيمه يعني د حمام العليل کمپ سیمه مخکي د ترهگري ډلي داعش په لاس کي وه. په نوامبر مياشت کې د عراق پوځ وکولاي شول دغه سيمه آزاده کړي. ليکونکې : شتیفني هوپنر/ش.ح