1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

له موصل څخه د ملکي وگړو تښتول

۱۳۹۵ آبان ۱۳, پنجشنبه

د عراق د شمالي ښار موصل په ختیځه او لویدیځه څنډه کې داعش ملکي وگړي نیولي دي. دغه خبر عیني شاهدانو ورکړی دی. داسې اندیښنې شته چې داعش دغه کسان د انساني سپر په توگه وکاروي.

https://p.dw.com/p/2S4Yl
Irak Mossul Spezialkräfte Armee
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Drobnjakovic)

په تیرو اوونیو کې تل په دې هکله انديښنې څرگندیدې چې د داعش جنگیالي ملکي وگړي د انساني سپر په توگه ښایي وکاروي. ملگري ملتونه انديښنه لري چې دغه کسان د ترهگرو له لوري په هدفمنه توگه د داعش د قوماندې مرکز ته بیول شوي دي، څو د عراقي ځواکونو او د هغوی د متحدینو د پرمختگ مخه ونیول شي.

داعش له چریکي تکتیکونو کار اخلي

اوس د موصل ښار اوسیدونکو د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې د نوموړې تندلارې ډلې جنگیالیو د موصل ښار په ختیځ او لویدیځ کې خلک په هدفمنه توگه نیولي دي. د هغوی په خبره د داعش جنگیالیو تر ټولو زیات له ځوانانو غوښتي دي چې په ښوونځیو کې راټول شي او خپلې تذکرې له ځانونه سره راوړي.

د عیني شاهدانو په خبره زیاترو کسانو د دې ویرې له کبله د دغه امر پر ضد مقاومت ښوولی، چې ښایي د ملکي سپر په توگه ترې استفاده وشي.

د ابو محمد په نوم یوه کس ویلي دي چې د ښار په لویدیځه څنډه کې داعش «ډیر خلک» په زوره ښار ته بیولي دي. د نوموړي په خبره د داعش جنگیالي فکر لري چې د عراقي ځواکونو له خوا د موصل ښار د نیولو په صورت کې ځان له ملکي کسانو سره گډ کړي او له هغوی سره یو ځای له ښاره وتښتي.

د موصل په اطرافو کې د اوسیدونکو کسانو له لوري دغه څرگندوني د ملگرو ملتونو په رپوټونو کې هم تائیدیږي. د ملگرو ملتونو د بشري حقونو کمیسارۍ د سه شنبې په ورځ پر داعش باندي تور لگولی وو چې د موصل ښار په څنډو کې یې له کلیو څخه په زرونو کسان تښتولي او ښار ته یې بیولي دي، څو احتمالا له هغوی څخه د انساني سپر په توگه کار واخلي.

په لسونو زره عراقي ځواکونه او د هغوی متحدې کردي پیشمرگه، ملیشې څه د پاسه له دوو اونیو راهیسې په دې هڅه کې دي چې د موصل ښار د داعش له تاوتریخوالي آزاد کړي. د امریکا متحدو ایالاتو په مشرتوب نړیوال ائتلاف د هغوی ملاتړ کوي. دغه ځواکونه اوس د موصول ښار څنډو ته رسېدلي دي.

د چهارشنبې له ورځې راهیسې ځواکونه هڅه کوي چې د ښار کلابندي نوره هم راتنگه کړي. د ښار په ختیځه برخه کې مخامخ جگړه روانه ده. د پوځ د معلوماتو له مخې د ښار په شمالي څنډه کې ځواکونه له دغه میلیوني ښار څخه دوه کیلومتره واټن لري او په سویل کې بیا عراقي ځواکونه له ښار څخه ۳۰ کیلومتره وړاندې دي. د موصل ښار په لویدیځه څنډه کې بیا متحدې شیعه ملیشې جنگیږيږي.

د داعش مشر ابوبکر البغدادي، په یوه غږیز پیغام کې له خپلو پلویانو غوښتي دي، چې پر شا نه شي. دغه غږیز پيغام چې داعش ته نزدې خبري آژانس الفرقان خپور کړی، اصلیت یې لا تر اوسه تائید شوی نه دی.

داعش په ۲۰۱۴م کال کې دغه سیمه ونیوله او د موصل په ستر مسجد کې یې په اصطلاح اسلامي خلافت اعلان کړ. تر اوسه پوري لا هم موصل په عراق کې د داعش پلازمېنه بلل کیږي. له داعش څخه د دغه ښار د نیولو له پاره د عراقي ځواکونو عملیات د اکتوبر په ۱۷ پېل شول. داسې اټکل کیږي چې داعش په دغه ښار کې له ۴۰۰۰ څخه تر ۷۰۰۰ پورې جنگیالي لري.

اوسمهال په دغه ښار کې تر یو میلیون زیات ملکي وگړي دي، چې په ډله کې یې شا او خوا ۶۰۰ زره ماشومانو او تنکي ځوانان دي، بند پاته دي.