1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له نایجیریا څخه د بوکو حرام له ویرې تېښته

سید ریاض (ادرین کریش)۱۳۹۳ خرداد ۳۰, جمعه

د نایجیریا په شمال کې د «بوکو حرام» په نوم تندلارې ترهگره ډله کابو هره ورځ انسان وژني. ورځ تر بلې ډیری خلک له خپلو ټاټوبو څخه تېښتي. دوو کډوالو د دویچه ویله ته د وحشتناکه وضعیت کیسې کوي.

https://p.dw.com/p/1CN3P
انځور: DW/M. Kindzeka

د نایجیریا د پلازمینې ابوجا په شاوخوا کې یو زوړ سړی وارخطا پر یوه تیږه ناست دی. هغه له خپلو گوتو سره په لوبو بوخت دی او معلومیږي چې د ډیرو کلونو راهیسې یې د بزگر په توگه کار کړی دی. خو دا هرڅه اوس له منځه تللي: نوموړی کس چې خپل نوم اخیستل نه غواړي، څو اوونۍ مخکې له خپلې میرمنې سره ابو جا ته راغلی دی.

د نایجیریا په شمال ختیځ کې د بورنو په ایالت کې د ده په پلرني کلې کې اظطراري حالت نافذ دی. په دغه ځای کې د «بوکو حرام» په نوم تندلارې ترهگره ډله کابو هره ورځ کلي سوځوي او ملکي کسان وژني. دوه میاشتې تر مخه نوموړې ډلې د ښوونځي کابو ۳۰۰ زده کوونکي وتښتولې.

دغه سړی چې پر مخ یې ستړیا له ورایه معلومیږي وایي: «دا یو یاغي گروپ دی. ټول له هغوی څخه ویره لري. له دې کبله زه دلته راتېښتېدلی یم. زما په مخکې هغوی یو کشش وواژه او نور یې په چړو ووژل. زه اوس ابوجا ته راتېښتدلی یم او هیڅ نه لرم. د نورو د مرستو پرته به دلته اوس بې کالیو لوڅ ناست وای.»

دی په خپله مسلمانه کورنۍ کې یوازینې عیسوي وو چې ډیری کلونه یې په خپل کلي کې بیله کومې ستونزې ژوند کاوه. خو دغه سړي ته هغه وخت ژوند ستونزمن شو چې بوکو حرام په یوې تندلارې افراطي ډلې واوښته او د هغو کسانو په وژلو یې لاس پورې کړ چې د دوی په شان فکر یې نه درلود. دی له دې امله په ځانگړې توگه د خجالت احساس کوي چې ورور یې د بوکو حرام له ډلې سره یو ځای دی. هغه وايي: «ډیری کسان له بوکو حرام سره یو ځای کیږي ځکه چې هغوی له دوی ویرې لري چې و به وژل شي. هغه څوک چې له هغوی سره نه یو ځایي کیږي په دې معنی چې د هغوی مخالف دی او د یوه احتمالي برید هدف گرځیدلی شي. ما له هغې وروسته خپل ورور داودا، بیا نه دی لیدلی چې له بوکو حرام سره یو ځای شو.»

خو یوازې عیسویان د هغوی له وحشت څخه نه کړیږي. له ۲۰۰۹ کال راهیسې بوکو حرام تر ۵۰۰۰ زیات کسان وژلي دي چې زیاتره برخه یې مسلمانانو جوړوي. ژورنالسته حفست ماینا، چې د دوو ماشومانو مور ده وایي: «دا له مذهب سره هیڅ تړاو نه لري. دا د هغوی له پاره یوازې د وحشت یو ډول دی. زه پر دې باور یم چې د ماشومانو او ښځو تښتول، د ښځو وژل، د زړو خلکو وژل، د ځوانو نجونو وژل، تښتول د سولې او ژوند له منځه وړل دا وحشت دی. دا له مذهب، نژاد او قبیلې سره تړاو نه لري. هغوی پر هیچا رحم نه کوي.»

دغې ژورنالستې هم دوه کاله مخکې خپل پلرنی ټاټوبی بورنو هغه وخت پریښود چې له یوه بریده ژوندۍ راووته. اوس نوموړې د کادونا په ښار کې د خپلو دوو بچو سره یوه په کور کې ژوند کوي. هغه تل د خپلې کورنۍ غړو او دوستانو ته په مؤقتي توگه ځای ورکوي چې د کړکیچ ځپلې سیمې څخه راتښتیدلي وي.

نیم میلیون انسانان د تيښتې په حال کې دي

د نایجیریا له طبعي آفاتو سره د مبارزې اداره اټکل کوي چې شاوخوا ۲۵۰۰۰۰ نایجیریایان، د ترهگرۍ له کبله د مایدوگوري سیمې ته راتښتیدلي دي. تر ۶۰۰۰۰ زیات کسان د نایجیریا گاونډیو هیوادونو کامرون، چاد او نایجیر، ته کډه شوي دي. اغیزمن شوي کسان د کمپونو د سهولت او یا هم د حکومت له ملاتړ څخه کم برخمن دي. زیاته کسان د خپلو خپلوانو تر څنگ د سرپنا په لټه کې وي.

په یوې نزدې راتلونکي کې د نوموړې کړکیچ حل نه تر سترگو کیږي. د حکومت او بوکو حرام تر منځ د سولې کومې جدې خبرې اترې نه دي تر سره شوي. د نایجیریا پوځ د بوکو حرام پر وړاندې لږې بریاوې لرلي دي. په تکراري ډول پر پوځ باندې نیوکې شوې ده چې پر ولسي خلکو باندې د بریدونو پر وخت یې مداخله نه ده کړې.

حفست غواړي چې په اوس په کادونا کې خپل ژوند ته ادامه ورکړي او د مسلمانانو او عیسویانو تر منځ په ډیالوگ کې پیاوړی نقش ولوبوي. خو هغې ته د بورنو ژوند او خپل خپلوان تل وریادیږي. په ابوجا کې د زاړه عمر لرونکي کس هم هره ورځ د خپل پلرني ټاټوبې د درد او رنځ په هکله فکر کوي. هغه د یوې سرپنا لرلو او د یوې گولۍ ډوډۍ د موندلو له پاره د ساتونکي په توگه کار کوي. خو له دې سره سره هغه خپلې سیمې ته د ورگرځیدو خوب ویني. هغه وایي، کله چې بوکوحرام او د هغه ورور وسلې پر ځمکه کیږدي نو دی به یې وبخښي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب