1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

”له نشه يي موادو سره مبارزه باید لومړیتوب وي“

۱۳۹۰ بهمن ۲۷, پنجشنبه

د ملگرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون ويلي دي چې افغانستان باید د نشه يي توکو په وړاندې مبارزه خپل په لومړیتوبونو کي راولي.

https://p.dw.com/p/144AO
انځور: AP

د ملګرو ملتونو سر منشي بانکی مون، د پاریس په وین کې د یوې غوندې په پرانیستونکې وینا کې وویل چې افغان دولت باید له نشه يي توکو سره مبارزه پر خپل لومړیتوب بدله کړي. دغه غونډه د افغانستان له نشه يي توکو سره د مبارزه کولو په موخه جوړه شوې ده.

مون زیاته کړه چې افغان حکومت باید د تریاکو د بوټو او لابراتوارونو په له منځه وړلو، هیواد ته د قاچاقوړونکو له راتګ او د نشه يي توکو له قاچاق څخه د مخنیوي په موخه لا ډیر اقدامات وکړي.

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو د جنایتونو د ادارې مشر یورې فیدوتوف، هم پر افغانستان غږ وکړ چي د دغه هیواد د نشه يي توګو په وړاندي جګړه پخپل لومړیتوب بدله کړي او د دولت په ټولو څانگو کې د هغې په وړاندي مبارزه پيل کړي.

افغانستان د نړۍ ۹۰ سلنه نشه يي توکي تولیدوي او د افغانستان د ملي عاید ۱۵ سلنه د نشه يي توکو له تجارت څخه لاس ته راځي.

بانکې مون په خپلو خبرو کې همداراز وویل چې د نشه يي توکو د عرضې په کمولو سره یوازي نیمايي کار ترسره کیږي. د هغه په خبره د کار پاته نیمايي برخه د نشه يي توکو له پاره د تقاضا له منځه وړل دي.

مون وویل چې نړیواله ټولنه باید له افغانستان سره په دې جګړه کې یو ځای ودریږي. د ویانا له غونډې وروسته به د افغانستان د نشه يي توکو په وړاندې یوه ګډه اعلامیه خپره شي.

د پاریس پیمان په ۲۰۰۳ کال کې د افغانستان د نشه يي توکو د تجارت د له منځه وړلو په موخه جوړ شو. له دغه پیمان سره ۵۶ هیوادونو او ډیر شمیر نړیوالو سازمانونو موافقه وکړه.

د روسې د بهرنیو چارو وزیر هم د وینا په غونډه کې خبري وکړې. هغه وویل چې په افغانستان کې باید د تریاکو کروندې له منځه ولاړي شي. هغه زیاته کړه چې د افغانستان له نشه يي توکو سره د مبارزه کولو له پاره باید په ملګرو ملتونو کې یو صندوق جوړ شي. د دغي غوندي په حاشیه کې د سوریې په اړه هم خبرې اترې وشوې.

مسعود جهش (د فرانسې خبري آژانس)
کتونکی: نجیب الله زیارمل