1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له نن څخه شل کاله د مخه دافغانستان څخه سرې لښکري ووتې

۱۳۸۷ بهمن ۲۷, یکشنبه

روسان دغه کاليزه نن لمانځي.او پدې خوښ دي چي هغه جګړې ته يې د خپلي خوا د پای ټکی کښېښووی، چي د شوروي د هغه وخت د جمهور رييس او دکمونست ګوندعمومي منشي، ميخایل سرګيويچ ګرباچوف، د ناسور ټپ بللی ؤ...

https://p.dw.com/p/GueQ
د مسکو په سره ميدان سرې لښکري
د مسکو په سره ميدان سرې لښکريانځور: AP

مسکو په لومړي سر کي خپل پوځي يرغل پدې توجيه کاوه چي ګواکي په افغانستان کي د يو قانوني حکومت د ملاتړ له پاره د يوې لنډي مودې په موخه په افغانستان کي د اشرارو پرضد له دغه حکومت سره مرسته کوي.خو دغه لنډي مودې شاوخوا لس کاله وخت ونيوی او د شوروي پوځيان په يوه خونړۍ جګړه کي بند پاته سول.

پدې جګړه کي د شوروي د خپلو ارقامو له مخه، د سره پوځ څه د پاسه 15 زره سرتيري ووژل سول. شاوخوا53000 يې معيوب او شاوخوا 400 يې ورک سول چي بيا وروسته 130 بيرته خپلو کورونو ته رسېدلي وه.

د افغانستان په خوا کي هم د اټکل له مخه څه د پاسه يومليون خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړی او په مليونونو نور له خپلو ټاتوبو څخه کډه کولو ته مجبوره سوی وه.

د پخواني شوروي اتحاد د پوځ متقاعد جنرال، روسلان اوشيف چي په دې جګړه کي يې ګډون درلود د فرانس پريس خبري آژانس ته په يوه مرکه کي ويلي.

« موږ ګمان نه کاوه چي دغه جګړه به دونه دوامداره او تاواني سي. ښايي موږ غلطه ستراتيژي درلوده. موږ بايد خپل سرتيري هلته نوای استولي»

وروستی شوروي سرتيری چي له افغانستان څخه ووتی، تورن جنرال باريس ګروموف ؤچي د آمو د سين پر سر د شوروي له خوا د جوړ سوي دوستۍ نومي پله څخه د 1989 ميلادي کال د فبررورۍ په پنځلسمه د غرمې په شا او خوا کي تيرسو.

جنرال ګروموف چي د پخواني شوروي اتحاد د اتل نوم ورکړل سوی او اوس د مسکو دسيمي ګورنر دی يوې روسۍ ورځپاڼي رسيس کايا ګزيتا، ته ويلي.

« زه بايد په يوڅه اعتراف وکړم. هغه دا چي: دا به ډيره ستره بې مسؤليتي وي چي هغه درس هير سي چي له افغانستان څخه مو اخيستی دی».