1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له نورو هيوادونو سره د ترکيې په شان تړون غوښتنه

۱۳۹۵ دی ۲۹, چهارشنبه

د مهاجرينو لوړ شمېر ته په کتو سره د مالتا په مشرتوب د اروپايي ټولني نوې شورأ غواړي چي له نورو هیواونو سره هم د ترکیې په ډول د مهاجرو تړون لاسلیک کړي.

https://p.dw.com/p/2W0UG
Malta Beginn EU-Ratspräsidentschaft - Juncker & Muscat in Valletta
انځور: Getty Images/AFP/M. Mirabelli

د مالتا صدراعظم او د اروپايي ټولني شورا نوي رئیس «جوزیف موسکاټ» د چهارشنبې په ورځ(د جنورۍ ۱۸نیټه) اروپا پارلمان ته وویل، چي که څه هم له انقرې سره «تړون له هره اړخه سم نه دی او د اوږده وخت حل» نه رامنځته کوي، خو د یونان مخته د مدیترانې پر شرقي برخه یې ښه اغیزه کړې ده.

هغه وويل چي په عین شکل تړون باید ددغي لاري له نورو هیوادونو  سره هم لاسلیک سي، د کوم پراساس چي ایټالیا ته د مدیترانې مرکزي لار هم وتړل سي.

د ۲۰۱۶م کال له مارچ میاشتي راهيسي د مهاجرو تړون پر اساس ترکیې ژمنه وکړه، چي یوناني جزیرو ته ټوله نوي ورغلي مهاجر بیرته قبلوي. دا یونان ته د نوو مهاجرو په ورتگ کي ډیر زیات کمښت رامنځته کړ.

موسکات زیاته کړه چي په پسرلي کي بیا ایټالیا ته د نوو مهاجرينو په ورتگ کي زیاتوالی راځي: «ځکه نو زه هیڅ شک نه لرم، چي که د ترکیې تړون اساسات کاپي نه سي او د نورو هیوادونو سره هم دغه ډول تړونونه امضأ نه سي، نو به اروپا بیا د مهاجرو له یوه لوی بحران سره مخامخ سي.»

نوموړي وړاندیز وکړ چي د نورو هیوادو سره د ترکیې په ډول تړونونو ترڅنگ په موازي توگه د مهاجرو د راتگ له پاره قانوني لاري هم خلاصي سي. په دې ډول سره به هم د غیر قانوني مهاجرو د راتگ مخنیوی سوی وي، او هم به د انساني قاچاقبرانو بانډونو ته سخته ضربه ورکول سوې وي.

نور مطالب: