1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له هرو ۲۹ افغانانو څخه يو په نشه اخته دی

خليل الرحمن اميد۱۳۹۳ دی ۹, سه‌شنبه

د افغانستان له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت وايي، چي له تېرو درو کلونو راهیسې د تاریاکو د نیولو ګراف راکښته شوی دی، او د په لږ پيمانه نشه يي موادو د خرڅوونکو شمېر مخ پر ډېرېدو دی.

https://p.dw.com/p/1ED96
انځور: DW

دغه وزارت او له جرمنو او نشه يي موادو سره د ملگرو ملتونو د مبارزې ادارې په يوه گډ رپوټ کې سږکال بيا هم د کوکنارو کښت او توليد لوړ ښوولی دی.

د افغانستان له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت نن سه شنبه (۲۰۱۴م کال د دسمبر ۳۰مه) له یو شمېر نورو وزارتونو او ادارو سره د نشه يي موادو د په لږ پيمانه خرڅوونکو د نیولو په موخه د همغږۍ غونډه جوړه کړې وه.

په دغه غونډه کې له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت سرپرست هارون الرشید شېرزاد، وویل، داچي د په لږ پيمانه نشه يي موادو د خرڅونکو د نيولو له پاره حکومت پالیسي نه لرله، ځکه ئې نو گراف مخ پر ډېرېدو دی.

شېرزاد وايي د تاریاکو د نیولو ګراف د ۲۰۱۱م کال په پرتله ۲ اشاریه ۱ سلنه راکښته شوی دی. په داسې حال کې چې درې کاله دمخه له ټولو تولید شویو تاریاکو څخه ۱۴ سلنه نیول شوي ول:

«دغه ګراف نور هم راکښته شوی دی، خو که له بلې خوا وګورو په لویو ښارونو کې د پرچون فروشانو ګراف لوړ شوی دی. په لویو ښارونو کې نشه يي مواد په اسانه پیدا کیږي.»

هغه وايي په افغانسان کې قاچاق وړونکي او واړه سوداګر یې په لویو ښارونو او هغو ولایتو کې ډېر دي چې د گاونډیو او منځنۍ اسيا هیوادونو سره سرحد لري.

په افغانستان کې د تېرکال د ټولو تولید شويو تارياکو وزن ۵۴۰۰ ټنه اټکل شوی دی، چې یوازې ۲ اشاریه ۱ سلنه يې نیول شوي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو پر اساس، د ټول هیواد په کچه په ۴۱ ولسوالیو کې د تارياکو کښت او بازار شته چې د ټولو تریاکو ۹۲ سلنه برابروي او وايي، ‌چې تر ټولو ډېر په نشو اخته کسان په کابل کې دي.

شېرزاد په دې اړه وايي: «د هغو معتادینو، چې په پیچکارۍ سره هیروين کاروي ۷۵ سلنه یې یوازې په کابل کې دي، چې له دې څخه اېډز،‌تور ژړی او نوري ناروغۍ زېږي.»

د تاریاکو ګټه او د افغانانو زیان

د افغانستان له نشه يي‌ موادو سره د مبارزې وزارت اداري مرستیال ابراهیم اظهر، بیا وايي، چې د افغانستان له تاریاکو څخه ۶۸ میلیارده ډالر ګټه تر لاسه کيږي چې ډېره لږ برخه یې افغان قاچاق وړونکو ته پاتيږي.

سره له دې چې د افغانستان له تاریاکو څخه کروندګر او قاچاق وړونکي ډېره لږ ګټه تر لاسه کوي، تر څنګ يې د دغه هيواد له هرو ۲۹ کسانو څخه یو په نشو اخته دی.

ابراهیم اظهر په دې اړه وايي، د دې پر ځای چې د کوکنارو د تولید او ګښت مخه ونیول شي هغه مو هره ورځ تر مرۍ نیسي او زندۍ کوي مو: «د دې پر ځای چې موږ د دغي ستونزې مخه ونیسو، هره ورځ مو زندۍ کوي او وژلو ته مو نږدې کوي. موږ محاصره کوي، تولید یې ډېریږي او کښت یې دېريږي چې دا زموږ له‌ پاره یوه ملي او نړیواله ستونزه ده.»

د هارون اظهر په خبره له ایران څخه هر کاله په زرونو افغانا راځي، چې نزدې ټول یې په نشو اخته دي. هغه له ملي شورا، اولس او دولت څخه غوښته وکړه چې د نشه يي موادو د پلورونکو او قاچاق وړونکو په موندلو کې ورسره مرسته وکړي.