1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له هوا څخه ناڅاپي مرګ

ماتیاس فون هاین/ مسعود جهش۱۳۹۴ خرداد ۵, سه‌شنبه

د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې ترهګر، شکمن کسان او ملکي وګړي د محکمې د حکم پرته وژل کیږي. د لومړي ځل له پاره په آلمان کې یوه محکمه د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو د قربانیانو شکایت اوري.

https://p.dw.com/p/1FWMK
انځور: picture-alliance/AP/Air Force/L. Pratt

فیصل بن علي جابر، به هیڅکله هم د ۲۰۱۲ کال د اګست میاشتې ۲۹مه نیټه هیره نه کړي. هغه په دې ورځ له خپلو یو شمیر خپلوانو سره د یمن په ختیځه سیمه کشامیر، کې د یوه واده په مراسمو کې بوخت وو چې یوې امریکایي بې پیلوټه الوتکې پر سیمې باندې پنځه توغندي وتوغول. پخپله جابر ژوندی پاتې شو خو د هغه خوریی ولید او اوښی سلیم په دې پیښه کې ووژل شول. دغه بې ګناه قربانیان د هغه په خبره، د ترهګرۍ پر وړاندې جګړې «جانبي قربانیان» وو.

امریکا متحده ایالاتو هیڅکله هم د دغو دوو یمني وګړو د وژنې پړه پر غاړه وا نه خیسته. اوس دغه قضیه په یوې آلمانۍ محکمه کې مطرح شوې ده. پلان شوې ده چې د مې میاشتې په ۲۷مه نیټه د کولن ښار په محکمه کې د دې پیښې په اړه بحث وشي.

د قربانیانو وکیل اندریاس شولر، چې د اروپايي ټولنې د بشري حقونو او اساسي قانون له شورا سره یوځای د بې پیلوټه الوتکو د قربانیانو له حقونو څخه دفاع کوي، وايي چې دا لومړی ځل دي چې په یوې محکمې کې د بې پیلوټه الوتکو د قربانیانو د برخه لیک په اړه بحث کیږي. دغه وکیل آلمان په دې پیښه کې ځکه ګرم گڼي چې د امریکا متحده ایالاتو له خوا د دې هیواد رامشتاین پوځي اډه کارول کیږي. په دې اډه کې امریکایان له داسې تجهیزاتو څخه کار اخلي چې په مرسته یې بې پیلوټه الوتکې هدایت کیږي. شولر دویچه ویله ته وویل:«د بې پیلوټه الوتکو هر برید کې چې په پاکستان او یا هم یمن کې ترسره کیږي له رامشتاین سره اړیکه لري.»

د آلمان له خاورې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه

په آلمان کې د امریکایي ځواکونو دغه پوځي اډه د کیزرسلاوترن، سیمې ته څیرمه په ۱۴۰۰ هکتاره ځمکه کې پرته ده. آلماني چارواکي نه شي کولاي چې د امریکایانو له اجازې پرته دې اډې ته دننه ولاړ شي. دغه شرایط په ۱۹۹۳ کال کې د یوه شوي تړون له مخې وضع شوي دي.

رامشتاین له امریکا متحده ایالاتو څخه بهر د دې هیواد تر ټولو لوی هوایي ډګر هم دی. په دې اډې کې همداراز د هوایي او فضایي عملیاتو یو مرکز هم فعالیت کوي. د آلماني رسنیو په خبره په دې سیمه کې ۶۵۰ سرتیري او ۱۵۰۰ کمپیوترونه هوایي عملیات رهبري کوي. دغه ځواکونه په یمن، سومالیا، افغانستان او پاکستان کې عملیات همغږي کوي.

سپوږمکۍ له بې پیلوټه الوتکو څخه انځورونه، معلومات او یا هم نوره «ډیټا» یا معلومات رامشتاین ته استوي. دغه معلومات بیا له دې ځایه د بې پیلوټه الوتکو کنترولوونکو ته استول کیږي. شولر د پخوانیو پیلوټانو په حواله ویلي دي چې د بې پیلوټه الوتکو ډیر شمیر کنترولوونکي په امریکا متحده ایالاتو کې میشت وي. د دغو پیلوټانو په خبره له رامشتاین نه پرته د بې پیلوټه الوتکو بریدونه شوني نه دي.

یورګن تودنهویفر له رامشتاین هوایي آډ ې سره آشنایي لري. هغه په کیزرسلاوترن کې د وکیل او همداراز د آلمان د پارلمان د غړي په توګه کار کړی دی. د حقوق برخې دغه ډاکټر له دویچه سره په مرکه کې د امریکایي ادارو له خوا هدفي وژنې، قتل وباله. هغه په دې جګړه کې د آلمان ونډه په کلکه غندي او وایي: «د رامشتاین په مرسته په نړیواله کچه وژنې ترسره کیږي، پرته له دې چې کوم قاضي د دغو وژنو اجازه ورکړي.»

تودنهویفر په خپل لګښت څو وارې هغو سیمو ته سفر کړی دی چې په کې د بې پیلوټه الوتکو عملیات ترسره کیږي. هغه د پاکستان په وزیرستان کې د دغو بریدونو د قربانیانو له وکیل سره نزدې اړیکې لري. هغه دویچه ویله ته ویلي دي چې دغه وکیل ورته ویلي چې د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو ۹۰ سلنه قربانیان داسې کسان دي چې په جګړو کې ښکیل نه وو.

۴۱ اهداف او ۱۱۴۷ قربانیان

پر دې سربیره د بې پیلوټه الوتکو د عملیاتو د څرنګوالي په اړه هم ډیرې پوښتنې موجودې دي. د یوه بریتانوي سازمان «ریپرایو» څیړنې ښيي چې د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو په ۴۱ هدفونو کې ۱۱۴۷ کسان وژل شوي دي. دغه اهداف د پاکستاني طالبانو د پخواني مشر بیت الله محسود د له منځه وړلو له پاره ټاکل شوی وو. د ۲۰۰۹ کال په هغه برید کې چې د طالبانو دغه مشر ووژل شول، بې بیلوټه الوتکې خپل شپږ توغندي بیهوده او پرته له کوم هدفه توغولي دي. ویل کیږي چې په دغه برید کې ۱۶۴ کسان ووژل شول.

«د آزاد ټولني عدلي ابتکار» امریکایي ټولنې په اپریل میاشت کې د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو د ملکي تلفاتو په اړه یوه څیړنه خپره کړه. دغه ۱۲۸ مخیزه څیړنه د «بې پیلوټه الوتکې په واسطه مرګ» تر عنوان لاندې خپره شوې ده.

امریک سینګ د دې څیړنې له لیکوالانو څخه دی. هغه له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې دغه بریدونه د نړیوالو حقونو خلاف دي. هغه ویلي دي چې په ځینو مواردو کې پر داسې کسانو باندې د بې پیلوټه الوتکې بریدونه شوي چې هغوی پټ نه وو او امنیتي ځواکونو کولای شوای چې هغوی په ساده ګي سره ونیسي.

سینګ ویلي دي چې ولسمشر بارک اوباما په ۲۰۱۳ کال کې د بې پیلوټه الوتکو د عملیاتو د ترسره کیدو له پاره ځینې شرایط ټاکلي وو چې په ډیرو مواردو کې تر پښو لاندې شوي دي.

سینګ په خپلې څیړنې کې د ډیر شمیر قربانیانو اظهارات راوستي دي. هغه زیاته کړې ده: «هغوی غواړي چې درد یې په رسمیت وپیژندل شي. هغوی غواړي پوه شي چې ولې ورباندې بریدونه شوي دي. تر هر څه دمخه هغوی د عدالت غوښتونکي دي.»