1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له هيواده د افغانانو ډله ايزه تېښته

۱۳۹۴ مهر ۷, سه‌شنبه

دوی د فقر، نا معلومي راتلونکي او طالبانو له ویري په تیښته کې دي. د افراطي اسلامي جنگیالیو له خوا په افغانستان کې د کندز ولایت مرکز تر نیول کیدو وروسته به لا ډیر افغانان اروپا ته مخه کړي.

https://p.dw.com/p/1GfBi
انځور: Getty Images

د آلمان د« دي ولټ» ورځپاڼي د یوه رپوټ پر بنسټ د آلمان امنیتي ادارې له افغانستان څخه د کډوالو د مخ پر ډیریدونکې بهير ویره لري. د دغه رپوټ پر بنسټ تر دې وروسته به هره میاشت په سونه زره افغانان د خپل هیواد پریښودو ته اړ شي. اکثره دغه کډوال گاونډیو هیوادونو ایران او پاکستان ته مخه کوي.

د کډوالو له پاره د آلمان مرکزي ادارې(BamF) خبر ورکړی دی چې په دې وروستیو میاشتو کې د افغان مهاجرو د پناه غوښتنلیکونو یا نوم ثبتولو بهیر ډیر چټک شوې دی یعنی د افغان مهاجرو شمېر زيات شوی.

د دغه رپوټ پر بنسټ د ۲۰۱۵م کال په جون میاشت کې ۸۲۰۰، په جولای میاشت کې نږدې ۱۰۵۰۰ او په اگست میاشت کې ۱۳۱۰۰ تنو افغان مهاجرو دغې ادارې ته د پناه غوښتنلیکونه وړاندي کړي دي.

په آلمان کې د افغانستان په اړه د تحلیلگرانو شبکې همکار مدیر توماس روټگ، په اند د طالبانو پر ویري سربیره ځيني نور عوامل لکه سیاسي، نظامي او اقتصادي هم د دې سبب گرځيدلي دي چې له افغانستان څخه په ميلیونونو افغانان تیښتې ته اړ شي.

د دوشنبې په ورځ طالبانو د کندز ډېره برخه تر خپل کنترول لاندی راوستله. له دې سره طالبانو دا وښودله چې په ۲۰۱۴م کال کې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته د کابل حکومت په یوازیتوب سره د امنیت ساتلو په برخه کې پاته راغلی دی.

له درو لسیزو راهیسي جگړه او زور زیاتی د ډیرو افغانانو د ورځنې ژوند یوه برخه گرځیدلې ده. د روټیگ په خبره په ټول افغانستان کې وضعیت یو ډول خراب نه دی، خو په ټول هیواد کې داسې یو ځای نه شته چې هلته بشپړ امنیت وي. هغه له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل: «هغه څه چې دلته موږ ته د مهاجرت په هکله وړاندي کیږي، په واقعیت کې په افغانستان کې هغسې نه ده.»

څوک چې پيسې لري هغه ځي

د افغانستان کړکیچن امنیتي وضعیت د دغه هیواد له سیاسي بحران سره ډیري نژدې اړیکي لري. د روټیگ په اند له یو کال راهیسې حاکم حکومت هغسې چې ترې تمه کیده خلک نا امیده کړي دي: «اقتصاد په حرکت کې نه دی راغلې.»

د افغانستان د چارو دغه کارپوه زیاتوي چې پر جگړې او ادارې فساد سربیره له پخوا څخه په میراث پاته شوي ویجاړۍ هم د خراب اقتصادي وضعیت لاملونه دي. په اوس وخت کې په افغانستان کې بې روزگارې مخ پر ډیریدو ده.

ډیر پښتانه، هزاره، تاجک او نوري قبیلې د هیواد په راتلونکې بې باوره شوې دي. د ماربورک په پوهنتون کې د نړیوال سیاست د څانگې محصل متین باراکي وایې: «ما په افغانستان کې داسې هیڅ څوک ونه موندل چې په دغه هیواد کې د ځان له پاره راتلونکې وینې.» حتې لوړپوړي پوځي چاواکي تښتي. څوک چې د تیښتې پيسې ولري، هغه له هیواده ځان باسي.

د ودي او پرمختگ له پاره په افغانستان کې د مسلکي کسانو کمښت دی. د کډوالو له پاره د ملگرو ملتونو ادارې UNHCR د معلوماتو له مخې یوازي تیر کال ۲،۶ میلیونه افغانان له دغه هیواده وتلي دي. له حده ډیر مهاجرتونه دغه هیواد نور هم له ژور بحران سره مخامخ کوي.

د کابل حکومت هم له افغانستان څخه د خلکو د وتلو پر ضد مبارزه پیل کړې ده. د دې تر څنگ د#afghanistanneedsyou په نوم د یو شخصې ابتکار په ترڅ کې هم په دې اړه تبلیغ کیږي چې افغانستان تاسې ته اړتيا لري او بیرته خپل هیواد ته ستانه شئ. په عین حال کې دغه بهیر ډیر پيچلې ښکاري.