1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له ټاکنو وروسته د افغانستان امنيتي وضعيت نور هم کړکيچن سوی دی

۱۳۸۸ مهر ۵, یکشنبه

د پوليسو د وينا له مخه،د هيواد په لويديځ کي د اوبو او برېښنا وزير،اسمعيل خان د يوې بمي حملي څخه ژوندی وتلی دی، خو په بريد کي،چي د موټر په واسطه سرته ورسېدلی، لږ تر لږه څلور کسان وژل سوي او 17 نور ټپيان سوي دي...

https://p.dw.com/p/Jq4u
افغان امنيتي ځواکونه د نړيوالو متحدينو سره يو ځای له سختو امنيتي ستونزو سره مخامخ دی
افغان امنيتي ځواکونه د نړيوالو متحدينو سره يو ځای له سختو امنيتي ستونزو سره مخامخ دیانځور: AP

دغه حمله د هرات په ښار کي هغه وخت وشوه چي د نوموړي وزير سپرلي موټر تيريده. د هرات د امنيي د قومانداني وياند، رؤف احمدي وويل چي بمي چادونه ډيره زوره وره وه ، څرنګه چي ځای پر ځايي وراني رامنځ ته کړي سړک يي ټوک ټوک کړ.

احمدي يادونه وکړه: : « د ښځو او ماشومانو په شمول څلور کسان وژل شوي دي او ۱۷ تنه نور ټپيان دي. د هرات د والي دفتر له خوا هم د دغي حملي پخلي شوي دي.

د هغه دفتر يو وياند، نقيب الله اروين د فرانس پرس خبري آژانس ته وويل چي په ټپي شو کسانو د اسمعيل خان دري شخصي محافظين هم شامل دي چي د خپلو لږ ټپونو له امله په روغتون کي درمل شوي دي. هغه وويل، اسمعيل خان چي د شورويانو ضد مقاومت په موده کي د مجاهدينو يو قوماندان ؤ له دغي حملي ژوندي وتلي دي.

د کورنيو چارو د وزارت وياند، زمري بشري هم د هرات د بمي حملي پخلي کړي دی، خو دا چي د پيښي جزييات څه دي، هغه ونه توانيد چي سمدلاسه د فرانس پرس خبري آژانس ته معلومات ورکړي. د پيښي يو عيني شاهد په هرات کي د هغه خبري آزانس يو خبريال ته دومره وويل چي ځانمګري بريد ؤ چي د موټر په واسطه تر سره شو.

د طالبانو له واکمني څخه مخکي او وروسته اسمعيل خان د هرات والي هم ؤ. که څه هم هغه په هرات کي له پراخ نفوذ څخه برخه من ښکاري، څرنګه چي انځورنه يي لا تراوسه په ديوالونو باندي بند دي، خو د بشري حقونو ډلي اسمعيل خان تورنوي چي په هرات کي داسي حکومت کاوه لکه چي د هغه د شحصي واکمني ټاټوی وي. هغه اوس بیرته کابل ته ستون شوی دی.

سمدلاسه د دغي حملي لپاره چا ادعا نه ده کړي. که څه هم په افغانستان د ډيرو ځانمرګي او بمي بريدونو مسووليت معمولا طالبان په غاړه اخلي خو د هرات د وروستی حملی په اړه یی تر اوسه پوري کوم غبرګون نه دی ښودلی. اسمعيل خان د هغوي د واکمني په موده کي بندي ؤ او بيا له زندان څخه وتښتيد.

افغانستان د طالبانو د بغاوت سره سخت ځپل شوي او د لويديځ تر ملاتړ لاندي د بيا رغاوني څرخ يي فلج کړي دي او د زرګونو انسانانو د مرګ ژوبلو سبب شوي دی. له کابو اته کلونو را په دي خوا د امريکا متحده ايالاتو او د ناتو ځواکونه د افغانستان په جګړه کي ښکيل پاتي دي. په اوسني وخت کي څه نا څه سل زره بهرني سرتيري د طالب ياغيانو سره په جګړه بوخت دي.

د متحده ايالاتو جمهور رييس بارک اوباما د افغانستان پر ستراتيژي باندي کتنه کوي چي آيا نور سر تيري دغه جګړه ځپلي هيواد ته واستوي که نه، هغه څه چي د ناتو او متحده ايالاتو ستر قوماندان جنرال ستنلي مک کريستل په دي وروستيو وختو کي غوښتنه کړي ده.

د افغانستان جمهور رييس، حامد کرزي چي په جمهوري انتخاباتو کي د درغليو تورونه پری لګول کيږي او لا تراوسه وروستي نتايج يي معلوم نه دي، وايي که چيري دی بيا انتخاب شي، نو له طالبانو سره د سولي خبري اتري د هغه په ړومبيتونوبو کي ځای لری.

د ټاکنو لومړي نتايج ښيي چي کرزي له ۵۴،۶ فيصدو راييو سره د خپل ستر سيال، د بهرنيو چارو پخواني وزير، عبدالله عبدالله په پرتله چي ۲۷،۸ فيصده رايي راخلي کړي دي، مخکي دي.

خو ورستي نتايج به تر هغه اعلان نه شي چي په ټاکنو کي د ادعا شوو درغليو او بي نظميو پلټنه وشي او ځيني رايي له سره وشمېرلي شي.کرزي هم له ډيرو حملو څخه بچ پاتي شوي دي. پر هغه باندي وروستي حمله د تير کال د غوايي په مياشت کي په یوه عسکري رسم ګذشت کي وشوه.

AG/AFP/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل