1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له ټاکنو وروسته د امنیتي تړون د لاسلیکیدو هیله

آژانسونه/ عبدالباري حکیم۱۳۹۲ اسفند ۸, پنجشنبه

د ناټو عمومي منشي له حامد کرزي څخه هیله نه لري چې دوه اړخیز امنیتي تړون دي لاسلیک کړي، خو ویې ویل چي ښایي دغسې یو تړون د ولسمشرۍ له ټاکنو وروسته لاسلیک کړای شي، پرته له دې به ټول نړیوال سرتیری له افغانستانه ووځي.

https://p.dw.com/p/1BGES
انځور: picture-alliance/dpa

د شمالي اتلانتیک د تړون سازمان، ناټو په بروکسل کې د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۱۴م کال د فبرورۍ ۲۶مه) د دغه سازمان د دفاع وزیرانو غونډه پرانیستل شوه. اوکراین او افغانستان د د دفاع د وزیرانو د خبرو اترو د اجندا په سر کې ځای لري. د افغان ولسمشر حامد کرزي له خوا د دوه اړخیز امنیتي تړون نه لاسلیک کول ناټو د روان میلادي کال په پای کې د یوې انتقالې دورې د پلان جوړولو له پاره له ستونزو سره مخامخ کړې ده او تراوسه پورې نه پوهیږي چې د نړیوالو جنگي سرتیرو له وتلو وروسته به د هغه نقش په افغانستان کې څه وي.

په بروکسل کې دغه غونډه دوه ورځې دوام کوي. د لومړې ورځې د غونډې څخه وروسته د ناټو عمومي منشي اندرز فوگ راسموسن وویل: «ښایي ولسمشر کرزی دوه اړخیز امنیتي تړون لاسلیک نه کړي، خو زه فکر کوم او هیله لرم چې نوی ولسمشر به هغه لاسلیک کړي، ځکه چې دا د ټولو له پاره خورا اهمیت لري.»

له فشار څخه پرته کار نه کیږي

د ناټو او امریکا متحده ایالاتو له وروستیوغوښتونو سره سره، افغان ولسمشر حامد کرزی له دې څخه ډه ډه کوي چې دغه تړون لاس لیک کړي. له بروکسل څخه د دویچه ویله د خبریال ریگرت برند، په رپوټ کې راغلي دي چې د ناټو له کړیو څخه دا هم اوریدل کیږي چې د افغانستان حکومت باید د ۲۰۱۴ کال تر اکتوبر میاشتې پورې دغه تړون لاسلیک کړي. له دې مخکې ناټو د ۲۰۱۴ کال د جنوري میاشتې پورې ضرب الاجل ټاکلی وو. د دې له پاره چې څومره سرتیري به د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې له پاره وگمارل شي، ناټو پلان جوړونې ته اړتیا لري او دا پوره وخت غواړي.

بارک اوباما او حامد کرزی
بارک اوباما او حامد کرزیانځور: picture-alliance/dpa

د تړون د لاسلیکولو له پاره دغه نوی ضرب الاجل پر ولسمشر کرزي باندې له فشارونو سره جوخت دی. د ناټو عمومي منشي، راسموسن وویل: «که چیرې په دې اړه یوه قانونی لاره هواره نه شي، نو موږ نه شو کولای چې خپل سرتیري هلته وساتو، نو بیا مجبوره یو چې د روان میلادي کال تر پای پورې هر څه وباسو.» راسموسن زیاته کړه: «موږ باید د ټولو احتمالاتو له پاره یو پلان ولرو.» هغه د متحده ایالاتو د ولسمشر بارک اوباما څرگندونې تکرار کړې.