1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له ټرمپ سره د مېرکل سفر د مارچ ۱۷ نیټې ته وځنډید

۱۳۹۵ اسفند ۲۴, سه‌شنبه

د خرابې هوا له امله د امریکا د متحده ایالاتو له ولسمشر سره د آلمان د صدراعظمې انګلا مېرکل کتنه د روانې جمعې تر ورځې پورې ځنډیدلې ده. ټاکل شوې وه چې د سه شنبې په ورځ به د مېرکل او ترمپ ترمنځ دغه کتنه وشي.

https://p.dw.com/p/2Z7x4
Deutschland Regierungsflugzeug vor Start nach Washington
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

د امریکا متحده ایالاتو په ختیځ ساحل کې د واورې د شدید طوفان له امله واشنګټن ته د آلمان د صدارعظمې انګلا مېرکل پلان شوی سفر ځنډیدلی دی.

د سپینې ماڼۍ ویاند، سان سپایسر د دوشنبې په ورځ دا تائید کړه چې له ولسمشر دونالد ترمپ سره د آلمان د صدراعظمې لیدنه کتنه کومه چې د سه شنبې ورځې له پاره پلان شوی وه، ځنډیدلې او اوس به دغه ملاقات د روانې جمعې په ورځ چې د مارچ میاشتې ۱۷ نیټه کیږي، ترسره شي. نوموړي همدا راز زیاته کړه چې د کتنې مهال ویش کې کوم بدلون نه دی راغلی.

په ورته وخت کې د مېرکل دفتر هم مخکې له دې چې هغه د امریکا په لور وخوځیږي، د هغې د سفر د ځنډیدو خبر ورکړ. د مېرکل د دفتر یوه ویاند له خبریالانو سره د خبرو په ترڅ کې وویل چې ولسمشر ترمپ مېرکل سره تلفوني اړیکه ونیوله او هغې ته یې د واروې د شدید طوفان د وړاندوینې په هکله خبر ورکړ او وړاندیز یې ورته وکړ چې خپل سفر وځنډوي.

د مېرکل دغه سفر له خپل امریکايي سیال سره د هغې لومړنۍ مخامخ کتنه ده. په پیل کې د سوداګرۍ، پوځي لګښتونو او د مهاجرینو د سیاست په هکله د ښکاره خبرو له امله د دواړو مشرانو ترمنځ اړیکې له هسکو او ژورو سره مخ وې.

مېرکل په دې هکله وویل چې: «یو بل پسې د خبرو پر ځای به په ګډه خبرې وکړي او دا به [زما] د کتنې د اجندا اصلي برخه وي.»

د سپینې ماڼۍ د چارواکو په حواله تمه ده چې دواړه مشران به د ناټو د اتحاد د غښتلي کولو، د ترهګرۍ پرضد د جګړې همغږي کول او همدا راز د اوکراین د شخړې د حل په سر خبرې اترې وکړي.

که څه هم د صنعتي چارو کارپوهان تمه لري چې د آلمان صدراعظمه به ترمپ ته دا ډاډ ورکړي چې یوه غښتلې اروپايي اتحادیه له ستراتیژیک او اقتصادي پلوه د امریکا په ګټه ده. له دې وړاندې ترمپ د متحده ایالاتو له پار  د دوه اړخیزو سوداګریز تړونونو گټه تر پوښتنې لاندې راوستله. نوموړي همدا راز د خپل کمپاین په ترڅ کې تر ډیره د سوداګرۍ د حمایوي سیاست په پلویتوب شعارونه ورکول.

د پنجشبې په ورځ مېرکل د آلمان پارلمان ته ویلي وو چې هغه به په دې ټینګار وکړي چې «که چیرته د نړۍ په یوه برخه کې حمایوي او عوام پاله سیاست مخ پر ډیریدو شي، اروپا به ځان منزوي، د نورې نړۍ له پاره ځان قید او همدا راز ځان به بهر نه کړي.»