1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له پاکستانه افغانستان د ستنیدونکو افغانانو شمیر بیا لوړ شوی

۱۳۹۶ اردیبهشت ۱, جمعه

له پاکستان څخه افغانستان ته د ستنيدونکو مهاجرو په شمیر کې یو ځل بیا زیاتوالی راغلی. د روانې ميلادي میاشتي له پیل راهیسې هره ورځ په اوسط ډول زر تنه افغان مهاجر له پاکستانه افغانستان ته ستنیږي.

https://p.dw.com/p/2bgfy
Pakistan Afghanistan Flüchtlinge kehren zurück
انځور: Getty Images/AFP/J. Tanveer

د يوه نړيوال مرستندويه سازمان د شمیرو له مخې د روانې ميلادې مياشتې له پيل راهیسې له پاکستان څخه هره ورځ زر تنه افغان مهاجر د پاکستان حکومت د زياتو فشارونو له کبله افغانستان ته ستنیدو ته اړيږي.

«ان آر سي» يا د ناروې د مهاجرو شورا وايي چې په پاکستان کې د افغان مهاجرو د زورونۍ او له هغوی سره د تاوتريخوالو په پایله کې د هغو افغان مهاجرو ارقام ډیر لوړ تللي دی چې اسناد په لاس کې نه لري او د پاکستان د فشارونو له وجې افغانستان ته ستانه شوي. 

دغه سازمان د اپريل مياشتې په دوو لومړيو اوونيو کې هره ورځ په اوسط ډول د زر تنو مهاجرو نومونه ثبت کړي دي چې له پاکستان څخه افغانستان ته اوښتي دي.

پر مهاجرو فشارونه

د فرانسې خبري آژانس په افغانستان کې د « ان آر سي» ادارې د رئيس کيت اوروک، د اعلاميې په حواله ليکلي: «موږ د هغو افغان مهاجرو په اړه انديښمن يو چې پرته د مناسبو اسنادو راجستر شوي دي او ساتنه یې نه کيږي.»

په دغه اعلاميه کې د افغان مهاجرو د بيرته استولو بهير د څرنګوالي په اړه راغلي دي: «کورنيو موږ ته ويلي دي چې د اسنادو د نه لرلو له وجې اړ ایستل شوي دي چې دغه هيواد [پاکستان] پريږدي.»

د ۲۰۱۶ کال څخه راهیسې له پاکستان څخه په سونو زره افغان مهاجر بيرته افغانستان ته ستانه شوي دي. له دغو مهاجرو څخه يو شمير يې له لسيزو راپديخوا په پاکستان کې ميشت ول. دوي د يو لړ فشارونو او تورونو په ترڅ کې دې ته مجبور کړل شوي دي چې بيرته خپل هيواد ته ستانه شي.  

په داسې حال کې چې اوس مهال افغانستان په خپله د جګړو له امله په سلونو زره بيځایه شوې کورنۍ لري، له پاکستان څخه دغه تللي تازه مهاجر په يو نامعلوم وضعيت کې ژوند کوي.

«ان آر سي» دغه راز وايي، هغه مهاجر چې د راجستر له اسنادو پرته افغانستان ته ستنیږي له هغو مرستو بې برخې پاتې کيږي کوم چې په افغانستان کې د بيرته ستنيدونکو له پاره په پام کې نيول شوې دي.

د ناروې د مهاجرينو شورا وايي چې تير کال له پاکستان څخه ۳۸۰ زره راجستر شوي او ۲۲۵ زره غير راجستر شوي افغان مهاجر افغانستان ته تللي دي. اکثريت دغه مهاجر د جولاي او دسامبر مياشتو په دننه کې افغانستان ته رسیدلي دي.

پر ملګرو ملتونو نيوکه

د بشر حقونو څخه د څار نړيوال سازمان په فبروري مياشت کې يو تند رپوټ خپور کړ چې په کې په پاکستان کې د افغان مهاجرو د ټکولو، ګواښولو او توهينولو او افغانستان په ستنیدو د هغوی مجبورولو ته اشاره شوې وه.

رپوټ دغه راز د مهاجرو په برخه کې د ملګرو ملتونو کميشنري هم په دې تورنه کړې وه چې ګواکې افغان مهاجر په ډلیزه توګه ستنيدو ته هڅوي. د بشر حقونو د څار سازمان په خپل وروستي رپوټ کې د ملګرو ملتونو له آژانس څخه غوښتي دي چې خپل دغه «خيالي داستان» ته چې ګواګې افغان مهاجر په داوطلبانه توګه ستنيږي؛ نور د پاي ټکی کيږدي.

خو ملګرو ملتونو د مخه دغه تورونه رد کړي دي. په روانه مياشت کې پاکستان يو ځل بيا د اسنادلرونکو افغان مهاجرو د اخراج بهير له سره پیل کړی دی.

دوه ميلیونه نور افغان مهاجر

د مهاجرو په برخه کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ UNHCR او د پاکستان دولت ويلي دي چې په دغه هيواد کې لا هم ۱،۳۴ ميليونه راجستر شوي افغان مهاجر میشت دي. داسې اټکل کيږي چې له نيم ميليون څخه زيات نور غیر راجستر شوي افغان مهاجر هم په پاکستان کې ژوند کوي.