1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له پاکستانه ستنیدونکي افغان کډوال جدي مرستو ته اړتیا لري

آژانسونه/ خ.ح۱۳۹۵ شهریور ۱, دوشنبه

نړیواله خیریه ټولنه وايې چې له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي افغان کډوال د سرپناه، څښاک اوبو او خوراکي توکو له کمښت سره مخامخ دي او د مرستو د نه رسیدو په صورت کښې لوی ناروين رامنځ ته کیږي.

https://p.dw.com/p/1Jmf2
انځور: Getty Images/AFP/A. Majeed

د ناروې د خيريه ټولني مشري کيټ اورورکې، د یکشنبې په ورځ په یوه خپره شوې بیانیه کښې ویلي چې یوزاې د ګوتو په شمار مهاجرو مرستي ترلاسه کړي دي: «دغه کسان له جدي ستونزو سره مخامخ دي. دوی ته د عاجلو مرستو رسولو اړتیا ده او که چیرته مرستې ونه رسیږي، پایلې به یې وژونکې وې.» هغې له نړیوالې ټولنې غوښتنه وکړه څو په عاجله توګه مالي مرستې وکړي.

د ګڼ شمیر بیرته ستنیدونکو کډوالو کورنۍ د اوسیدو له پاره سرپناه او د څښاک اوبه نه لري او ماشومان د ناسم خوراک له امله له روغتیايې ستونزو سره مخامخ دي.

پاکستان د څو لسیزو له پاره د ملګرو ملتونو له خوا ثبت شوي د یو نیم میلیون او د شاوخوا یو میلیون نورو ناقانونه مهاجرو کوربه توب وکړ. له دوی څخه ډېر يې د ۱۹۸۰ کلونو د کړکیچ او د کورنۍ جګړو له امله هیواد پریښودو ته اړ شوي ول. دا په نړۍ کښې د افغان مهاجرینو تر ټولو ډیر شمیر دی.

خو د دې ترڅنګ، دې هیواد ډیر لږ ملاتړ تر لاسه کړ. د یکشنبې په ورځ د مهاجرینو د نړیوالې ادراې یا (آی او ام) له خوا خپاره شوي ارقام ښيې چې د روان کال د جولای میاشتې تر نیمايي پورې ۶۷ زره او ۲۲۴ افغانان له پاکستان څخه بیرته خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

له جنوري میاشتې راهیسې تر سل زره زيات افغانان بیرته خپل هیواد ته ستانه شوي دي. د مهاجرینو نړیواله اداره یوازې هغه افغان مهاجرینو ته مرستي رسوي چې په پاکستان کښې له ملګرو ملتونو سره نه وي ثبت شوي.

دغو نا ثبت شوو افغان مهاجرینو ته نه په پاکستان او نه هم په افغانستان کښې مرستي رسیږي. د ملګرو ملتونو له خوا د ثبت شوو مهاجرینو شمیر هم ورځ تر بلې مخ پر ډېرېدو دی.

ملګرو ملتونو په دې ورستیو کښې خپلې مرستې د یو کس له پاره دوه برابره کړې دي یعنې هر ستنیدونکي کس ته ۴۰۰ امریکايي ډالر مرسته ورکول کیږي. کارپوهان وايې چې د افغانستان د مهاجرینو او بیرته ستنیدونکو وزارت له مالي ستونزو او د تجهیزاتو له کمښت سره مخامخ دی.