1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
د ژوند شېوه

له پاکستانه چین ته د خرو د پوستونو د لېږد ناکامه هڅه

۱۳۹۶ اردیبهشت ۸, جمعه

د پاکستان پولیسو ويلي دي چې د خرو څلور زره پوسته يې نیولي دي. ویل شوي دي چې دغه پوستونه په غیر قانوني توگه چین ته لیږدول کیدل. په چین کې د خرو د پوستونو تقاضا ډیره ده.

https://p.dw.com/p/2c2pg
Hilfsprojekten für die Opfer von Dürre und Flut in Afar
انځور: DW/G. Tedla

د کراچۍ بندر یوه پولیس اسرار آفریدي، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې د خرو د پوستونو په غیر قانوني کاروبار کې ښکیل شپږ کسان نیول شوي دي چې یو چینایي پکښې هم شامل دی.

د آفریدي په خبره «پولیسو خبر تر لاسه کړی وو چې له لاهور څخه د خرو راوړل شوي پوستونه په یوه دوکان کې پټ کړل شوي دي.»

د علي رضا په نوم یوه گمرکي چارواکي ویلي دي «داسي بریښي چې ښایي دا د غیر قانوني کاروبار لویه ډله وي او موږ په دې هکله نورې څیړنې کوو.»

په چین کې د خره پوست له ځانگړې پروسې تیریږي، جلاتین ترې جوړیږي او بیا دغه ماده په دودیزو دارو درملو کې استعمالیږي. که څه هم په پاکستان کې دغه جلاتین هیڅ کومه بیه نه لري، خو په چین کې له دغه مادې څخه د وینې د کمې او د ښځو د ځینو ناروغیو د دوا له پاره استفاده کیږي. 

د آفریدي په خبره پولیسو ته اطلاع ورکړل شوی وه چې له لاهور څخه راوړل شوي پوستکي په یوه دوکان کې پټ کړی شوي
انځور: Getty Images/AFP/A. Hassan

د ایجاو، په نوم دغه جلاتین په گرمو مشروباتو کې حلیږي او یا له وچو میو سره هم گډیږي.

چین د خرو پوست له بهرنیو هیوادونو څخه را واردوي، ځکه چې په خپله چین د هغې له کمښت سره مخامخ دی. د چین د څارویو د شمیرنې د کلنیو ارقامو له مخې په نویمه لسیزه کې په دغه هیواد کې د خرو شمیر یوولس میلیونه وو چې په ۲۰۱۳م کال کې شپږ میلیونو ته راکښته شوی دی.

د روانې میلادي میاشتې په پېل کې د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت د چین له حکومت سره په قانوني توگه د خرو د صادرولو یو تړون هم لاسلیک کړی دی.

د خیبر پښتونخوا ایالت د اطلاعاتو وزیر مشتاق غني، فرانې خبري آژانس ته ویلي ول: «موږ پلان لرو چې په لومړي پړاو کې ۲۰۰ زره خره چین ته صادر کړو.»

زموږ له ارشيف څخه: