1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له پاکستانه کوم افغان کډوال د بيرته ستنېدو لړۍ اندېښمن کړي؟

۱۳۹۵ آذر ۲۹, دوشنبه

په پاکستان کې میشت افغان کډوال بيرته خپل هيواد ته د ليږد هڅو انديښمن کړي دي. په دوی کې داسې مېرمني هم شاملې دي چې له پاکستانيانو سره يې ودونه کړي خو سره له دې هم په ويره کې ژوند کوي چې بیرته ستنيدو ته مجبوره نه شي.

https://p.dw.com/p/2UW7a
Afghanistan Aufnahmezentrum in Torcham
انځور: DW/O. Deedar

نوشين بي بي درې کلنه وه چې کورنۍ یې په ۱۹۷۹م کال کې پر افغانستان د شوروي اتحاد تر يرغل وروسته، پاکستان ته کډه شوه. دا هلته راستره شوه، واده یې وکړ او اوس خپل اولادونه لري.

خو د پاکستان د حکومت له خوا د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ دا ۴۰ کلنه ميرمن سخته انديښمنه کړې ده.

د پاکستان د قوانينو پر اساس يوه خارجۍ مېرمن له يوه ځايي سره تر واده وورسته کولای شي د پاکستان تابعيت ترلاسه کړي خو نوشين بې بې تر اوسه پورې په دې اړه هيڅ اقدام نه وو کړی.

نوموړې چې په يوه کوچني خټين کور کې هستيږي، د توماس رویترز موسسې له استازو سره یې په مستعار نوم د خبرو پر وخت وويل: «زه حتی له پاکستان څخه د تلو فکر هم نه شم کولای.»

که څه هم چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د پاتېدو موده د راتلونکي میلادي کال تر پسرلي پورې غځول شوې، خو پاکستان د افغان کډوالو د بيرته ليږد پروسه د هند او افغانستان د اړيکو تر پراخيدو او د هند او پاکستان ترمنځ د اړيکو تر سړيدو وروسته چټکه کړې ده.

له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ستنولو دې پروسې د نوشين بي بي، په څير ډیري میرمنې انديښمنې کړي. دلشاد بيګم هم له خپل مېړه څخه د جلا کيدو له ګواښ سره مخامخ ده. نوموړې چې په اصل کې د مردان ده، په ۲۰۰۳م کال کې یې له يوه داسې افغان مهاجر سره واده وکړ چې کورنۍ یې په افغانستان کې وه. خو د خارجيو ښځو برعکس، بهرني نارينه بيا له يوې پاکستانې سره له واده سره سره هم د پاکستان تابعت نه شي ترلاسه کولای.

دلشاد بيګم، له توماس رويترز موسسې سره په خبرو کې ويلي: «زما مېړه په افغانستان کې خپل جايداد خرڅ کړ څو دلته پرې خپل کاروبار وکړای شي. خو حکومت اوس ترې غوښتنه کوي چې کاروبار دي ټول کړه او بیرته افغانستان ته ستون شه.»

ثنا، چې پلار یې افغان مهاجر دی، هم په پيښور پوهنتون کې د شاميليدو هڅه وکړه خو بریالې نه شوه. دا وايي: «ما په پېښور کي، چي زه زېږېدلې يم تر کالج پوري زده کړې وکړې. خو د پوهنتون اداره وايي چې د مهاجر محصلينو له پاره ځانګړې کړل شوي ځايونه ډک شوي دي او زه خپل زده کړو ته دوام نه شم ورکولای»

نور مطالب: