1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له پاکستان سره د ستراتيژيک تړون په اړه نظرونه

۱۳۹۱ مهر ۹, یکشنبه

د کابل او اسلام اباد تر منځ د اوږد مهاله ستراتیژیک سند د لاسلیکولو چمتو والي، د سیاسي ډلو، ولسي خلکو او ولسي جرگې د غړو غبرگونونه راپارولي دي.

https://p.dw.com/p/16Hg3

د دغه تړون د لاسلیکولو له پاره تیره اوونۍ افغان او پاکستاني مشران د ملگرو ملتونو د امنیت شورا د غونډي په څنډه کي یوې موافقې ته سره رسېدلي دي.

کابل تر دې دمخه د اسلام اباد له نزدې رقیب هندوستان، امریکا، بریتانیا، ایټالیا، فرانسي جرمني او ځینو نورو هيوادونو سره هم ورته تړونونه لاسلیک کړي دي.

د نړیوالو حقوقو کارپوهان په نړيوالو حقوقو کي د یوه وطن له لوري پر یوه وخت له څو هيوادونو سره د ستراتیژیکو اړیکو درلودل پر ځای کار نه بولي.

په ولسي جرگه کي د خلکو یو شمیر استازي وایي، چي پاکستان په سیمه کي د خپل اغیز د پراخولو په لټه کي دئ او غواړي له دې تړون څخه ناوړه گټه واخلي.

د ولسي جرگې غړي سامعې خوگیاڼۍ پرون په جرگه کې همدې مسئلې ته اشاره وکړه:

«هر تړون چي لاسليکوو باید ښه فکر ورباندي وکړو. موږ ته د پاکستان صداقت معلوم دئ. هغه چي هر کار کوي پکښې جعل، فریب او دروغ وايي. نو د داسي یوه تړون په لاسلیکولو سره باید نه ځان وغولوو او نه هم خپل وخت بې ځايه تيرکړو.»

د ولسي جرگې یوې بلي غړې فوزيه کوفي بیا د ولسي جرگې غړو ته وویل، پاکستان چي اوس په نړیواله کچه په سیاسي انزوا کي دئ، غواړي له کابل سره د ستراتیژیک سند په لاسلیکولو سره غرب ته ځان ور نزدې کړي او ځان له اوسني بحران څخه وباسي نه دا چي له افغانانو سره د همکارۍ کوم پلان ولري:

«هغه پاکستان چې اوس په نړیواله کچه گوښې ته شوی دئ، موږ ئې باید بیا په سیاسي کچه ډیر مطرح نه کړو، له دې هیواد سره موږ سیاسي تضاد لرو او نه باید ورسره داسي تړون وکړو.»

د ولسي جرگې یوه بل غړی او د ننگرهار ولایت استازی صاحب خان بیا وايي، که چیري افغانستان له پاکستان سره د اوږد مهالو همکاریو سند لاسلیک کړي دا به په دې معنی وي چې افغانان په خپل لاس د دښمن تبر ته لاستی ورکوي:

«دومره چي نن موږ خوار شوي یو او یو پاکستانی حکومت زموږ پر خاوره بریدونه کوي او موږ هیڅ نه شو کولای دا زموږ لویه بې ننگي ده، موږ بايد د ستراتیژیک سند د لاسلیکولو پر ځای وژاړو او دې ستونزي ته په زغرده ځواب ووایو.»

د پاکستان دولت ویلي دي، له کابل سره ځکه ستراتیژیک سند لاسلیکوي، چې دواړه هيوادونه د بهرنیو سرتیرو تر وتلو وروسته هم یو له بل سره خپلي همکارۍ ته دوام ورکړي.

خو انگیرنه دا ده چي اسلام اباد په افغانستان کې د هند له نفوذه په ویره کي دئ او هڅه کوي تر ۲۰۱۴ کال وروسته چي بهرني سرتیري له افغانستان څخه ووزي په سیمه کي خپل اغیز وساتي.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل