1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له پښتنې بانک څخه په سلهاوو ميليونه ډالر وړل سوي

۱۳۹۰ آبان ۵, پنجشنبه

په کابل کي د يو سرکاري بانک مشرانو ادعا کړې، چي له دغه بانک څخه يو شمير کسانو په ميليونونو ډالر په جعلي سندونو وړي دي او اوس يې د بانک راتلونکي له خطر سره مخامخ کړې ده.

https://p.dw.com/p/12zvv
د پښتنې بانک رئيس گل مقصود ثابت
د پښتنې بانک رئيس گل مقصود ثابتانځور: DW/Jalalzai Miwais

د پښتنې بانک رئيس وايي، چي د دغه بانک څخه د ميليونونو ډالرو هغي قرضي له ډلي څخه چي بېلا بطلو حقوقي اشخاصو وړي تر اوسه پوري شاوخوا ۱۵۰ميليونه ډالر دوی ته نه دي رسيدلي.

د پشتنې بانک رئيس ګل مقصود ثابت وايي، که څه هم د دوی چاري تر اوسه پوري نورماله بڼه لري خو ډير پورونه ځني وړل سوي دي.

د پښتني بانک د وړل سويو پورونو په اړه په داسي حال کي خبرونه را پورته کيږي چي څه باندي يو کال دمخه د افغانستان يوه لوی خصوصي بانک ( کابل بانک) ډيوالي سو.

د دغه بانک د ډيوالي کيدو اصلي عامل د هغو پورونو نه حصول وو، چي د بانک د ونډوالو په ګډون بېلا بېلو حکومتي چارواکو او زور واکانو له دغه بانک څخه اخيستي وو خو بيرته يي نه وو ورته سپارلي.

Afghanisches Geld NO FLASH
انځور: AP

د کابل بانک پر سر د حکومت او نړيوالي ټولني تر منځ لويه لانجه رامنځ ته سوه حتي تردې حده چي يو شمير نړيوالو مرستندويو ټولنو په افغانستان کي د مالي روڼ والي د نه شتون له کبله له افغانستان سره خپلي مرستي وځنډولې.

د پښتنې بانک رئيس ګل مقصود ثابت وايي له دغه ۱۵۰مليونه ډالره څخه چي خلکو وړي ځيني يې داسي کسانو او د شرکتونو مالکينو وړي، چي دوی ته يي جعلي سندونه ښکاره کړي او اوس چي دوی په دې باب څېړنه کړې داسي ښکاري چي ډير شمېر دغه پيسې به بيرته حصول نه کړای سي.

نوموړی وايي، چي ۳۱دوسيې يې په دې اړه ترتيب کړي او لوی څارنوالۍ ته يې سپارلي دي.

ويل کيږي چي د پښتنې بانک د شتمنيو د وړلو د تصفيه حساب له پاره ولسمشر يوه کمېسيون ته هم دنده ورکړې چي دمګړی په کار بوخت دی.

د پښتنې بانک د پاليسۍ له مخه بايد ډير پورونه سوداګرو ته د سوداګريزو موخو له پاره ورکړل سوي وای، په داسي حال کي چي د ثابت په وينا، ډيري پيسې داسي کسانو وړي چي د هغو د خوړلو او تالا نيت يې لاره.

NO FLASH Azizi bank in Kabul, Afghanistan
انځور: picture-alliance/Ton Koene

نوموړی د پورونو په سيسټم کي د نه روڼ والي مسله د پښتني بانک د زاړه بانکي سيسټم شتون بولي.

هغه وايي، چي اوس يې پښتنې بانک په عصري وسايلو سمبال کړی او تر ډيره، له هغو بانکي سافتويرونو کار اخيستل کيږي چي په نوره نړۍ کي معمول دی او يو د بانک يو شمېر مامورينو ته عصري مسلکي روزنه هم ورکړل سوې ده.

په همدې حال کي د افغانستان لوی څارنوالۍ ويلي، دوی ته د پښتني بانک څخه د پيسو د وړونکو کسانو په اړه راپورونه رسېدلي او دغه کسان چي دوی ته معرفي سوي لا وختي ممنوع الخروج اعلام سوي دي.

د اقتصادي چارو کارپوهان په دې اند دي، چي د کابل بانک د ډيوالي کيدو وروسته د بانکونو د کره والي په اړه د خلکو په مينځ کي ويره موجوده ده او که چيري پښتني بانک و نه کړاي سي چي خپل پورونه حصول کړي نو په خصوصي او سرکاري بانکونو باندي به د خلکو باور له صفر سره برابر سي.

هغوی وايي له افغان دولت سره د پيسو د نړيوال صندوق د مرستو د ځنډولو يو عامل همدا وو چي پر افغان دولت يي شرط کښېښود چي بايد خپل مالي نظام اصلاح کړي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زیارمل