له ښځو سره د زورزياتي پر ضد کمپاين
۱۳۹۲ خرداد ۱۳, دوشنبهافغان ولسمشر حامد کرزی، د بشري حقونو کمېسیون مشري مېرمن سیما ثمر، د افغان ولسمشر د دفتر رئیس کریم خرم، د کرزي دوهم مرستیال کریم خلیلي، د سترې محکمې مشر عبدالسلام عظیمي، لوی څارنوال محمد اسحاق الکو، د پارلمان او مدني ټولني یو شمیر غړو تراوسه پورې دغه سند لاسلیک کړی دی.
د دغه کمپاین مسئولینو د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د جون ۳) وویل، تر هغه وروسته چې د لاسلیکونو شمیر یو میلیون ته ورسیږي، نو د افغانستان پر پارلمان باندې به فشار راوړي، چي له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنيوي قانون تصویب کړي.
د ښځو او ماشومانو د حقوقو د ملاتړ او ودې موسسې غړې زهرا سپهر خبریالانو ته وویل: «دا د یو میلیون لاسلیکونو کمپاین دی. موږ دغه کمپیان ولایتونو ته هم غځوو، چي وشو کولای یو میلیون لاسلیکونه راټول کړو.»
دا له ښځو سره د تاوتریخوالي پر ضد د مبارزې دوهم کمپاین دی. پلان شوې ده چې په دې دوره کې به د کابل ولایت د ولسوالیو، ننگرهار، پروان، پنجشیر، بلخ او بامیان ولایتونو د اوسیدونکو لاسلیکونه راټول شي.
د قانون د تعدیل په اړه اندیښنې
د افغانستان پارلمان تیره میاشت له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنيوي قانون تصویب نه کړ. ویل شوي دي چې د افغانستان د پارلمان یو شمیر محافظه کاره استازي غواړي چې د دغه قانون نزدې نهه مادې چې د هغوی په اند د دین او شریعت پر خلاف دي، تعدیل شي او تر هغه وروسته بیا تصویب شي.
خو مېرمن سپهر وایي په هغه صورت کې چې له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنيوي قانون اصلي مادې تعدیل شي، نو دغه قانون د افغان مېرمنو په وضعیت کې بدلون نه شي راوستلای. هغه وایي: «هغه مادې چې دوی یې غواړې بدلې کړي، دغه قانون بې معنی کوي. کله چې یوه نجلۍ په کم عمر کې واده وکړي، نو هغه د تاوتریخوالي قرباني کیږي. یوه ښځه چې د یوه وگړي څلورمه ښځه کیږي، نو د هغې حقوق نه شي تامینیدای.»
د دغه کمپاین مسئولين وایي چې له ښځو سره د تاوتریخوالي د له منځه وړلو قانون د ولسمشر کرزي له خوا توشیح شوی دی او باید ورسره سیاسي چلند و نه شي.
د لاسلیکوونکو نظرونه
له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنيوي قانون څخه د ملاتړ سند د افغانستان د پارلمان د دروازې مخ ته غوړل شوی دی او تمه کیږي چې ډیر شمیر افغان استازي یې لاسلیک کړي.
د دغه سند یو تن لاسلیکوونکي ناصر روستايي، وویل چې اوس په افغانستان کې ښځي له ډیر تاوتریخوالې سره مخامخې دي او دغه کمپاین کولای شي چې د دغې تاوتریخوالي په راکمولو کې ډیره گټه ورسوي. هغه وویل: «په تیرو کلونو کې پر ښځو باندي ډیر ظلم شوی دی. پر هغوی باندي تیري شوي دي او له بیلابیلو لارو پر افغان مېرمنو باندي ظلمونه شوي دي. ما ځکه دغه سند لاسلیک کړ، چې هغه تصویب شي.»
د دغه کمپاین مسئولین وایي چې د دغه قانون د تصویب تر څنگ د هغه د تطبیقیدو غوښتونکي هم دي. هغوی ټینگار وکړ چې له ښځو سره د تاوتریخوالي عاملینو ته باید جزا ورکړل شي.