1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«له ښځو سره زور زياتی ډېر سوی دی»

حسين سيرت/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۲ آذر ۴, دوشنبه

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون په يوه تازه راپور کي راغلي دي چي د ۱۳۹۲ کال په لومړيو شپږو مياشتو کي له ښځو سره تاوتريخوالی ۲۵ سلنه ډېر سوی دی. په دغه موده کي نزدې ۱۱۷۹ تنو ښځو په دې هکله شکايت کړی دی.

https://p.dw.com/p/1AOB3
انځور: BEHROUZ MEHRI/AFP/Getty Images

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون مشري سيما سمر د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د نوومبر۲۵) په کابل کي په يوه خبري غونډه کي وويل: «البته د زور زياتي انواع تر هغو کسانو ډير دي چي کمېسيون ته يې مراجعه کړې ده. د بېلګې په توګه يوچا مراجعه کړې ده، چي هم وهل سوې ده، هم نفقه نه ده ورکړل سوې او هم و کار او زده کړي ته نه ده پرېښوول سوې، ځکه نو د زور زياتي ډولونه ډېر دي.»

د بشري حقونو کمېسيون د شمېرو له مخي په ټوليزه توګه د ۱۳۹۲ کال په لومړيو شپږو مياشتو کي ۴۱۵۴ پيښي ثبت سوي دي.

واقعي شمېرې؟

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي چي هغه شمېرې چي د دغه کمېسيون له خوا وړاندي سوي دي يوازي د دوی په مرکزي او ولايتي دفترونو کي د ثبت سوو پيښو له مخي وړاندي سوي دي. د دغه وزارت چارواکي وايي چي له ښځو سره د زور زياتي پيښي کېدای سي چي تر دې ډېري وي.

آغلې سمر وويل چي په ډيرو ولايتونو کي ښځو ته داسي زمينه نه ده برابره چي د زور زياتي په همکله شکايت وکړي: «کېدای سي چي له ښځو سره د تاوتريخوالي پيښې نوري هم ډيري وي.»

د دغه کمېسيون چارواکي وايي چي د دوی و دفترونو ته د مراجعه کوونکو د ډېروالي يو دليل د پوهاوي د کچي لوړېدل دي. که نه په نورو کلونو کي هم له ښځو سره زور زياتی ډېر وو خو ښځو د خپلو حقوقو په اړه ډېر لږ پوهاوی لاره، او ډېر لږ يې رسمي دفترونو ته مراجعه کوله.

د دغه کمېسيون د شمېرو له مخي په دغه موده کي له ښځو سره د ژبني تاوتريخوالي او توهين ۹۷۶ پيښې ثبت سوي دي. دغه راز له ښځو سره د اقتصادي زور زياتي چي هغوی ته پيسې نه ورکول کيږي ۸۶۲ پيښي ثبت سوي دي او د دغه کمېسيون د شمېرو له مخي د ۱۳۹۲ کال په لومړيو شپږو مياشتو کي د جنسي تيريو ۲۶۷ قضيې له دوی سره ثبت سوي دي.

وړانديزونه

د بشري حقونو خپلواک کمېسيون وايي چي له ښځو سره د تاوتريخوالي د مخنيوي له پاره تر ټولو مهم اولويت د هغوی د پوهاوي لوړوالی او نارينو ته د ښځو د حقونو په اړه معلومات ورکړل دي. دغه کمېسيون وايي چي حکومت هم بايد ښځو ته د کارونو زمينه برابره کړي.

مېرمن سمر وويل چي ښځو ته بايد د افغانستان په قضايي سيستم کي کار ورکړل سي. هغې ټينګار وکړ چي له جرم څخه مصوونيت بايد له منځه ولاړ سي او پوليس هر هغه کس چي له ښځو سره د زور زياتي په تړاو نيسي بايد د قانون منګولو ته وسپارل سي.