1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له کابله تر هالیوډه سفر

مسعود جهش۱۳۹۱ بهمن ۲۶, پنجشنبه

فواد د Buzkashi Boys په فلم کې نقش لوبولی دی چې اوس د اوسکار جایزې له پاره نومول شوی دی. دې فلم فواد په افغانستان او نړۍ کې په یوې پیژندل شوې څیرې بدل کړی، خو هغه اوس هم د کابل په مرغ فروشي سرک کې نقشي پلوري.

https://p.dw.com/p/17dvn
***ACHTUNG: Bild nur zur Berichterstattung über den Film Buzkashi Boys verwenden!!!*** Geliefert von: Sam French Rechte: Afghan Film Project
Filmstills Buzkashi Boysانځور: Afghan Film Project

پنځلس کلن فواد محمدي ډیر داسې فلمونه نه ویني چې په لویدیځ هیوادونو کې جوړ شوي وي. هغه یوازې په یوه فلم کې نقش لوبولی دی. خو بیا هم کیدای شي چې دی د هغو ګوتو په شمار افغانانو په ډله کې شامل شي چې له نزدې یې د اوسکار جایزو د مراسمو ننداره کړې ده. د هغه یوازینی فلم چې "Buzkashi Boys" نومیږي د لنډو فلمونو په کتګوري کې د اوسکار جایزې له پاره نومولو شوی دی. د اوسکار جایزې په نړۍ کې د سینما په برخه کې تر ټولو مهمې جایزې بلل کیږي.

د فواد محمدي ورځینی ژوند له هالیود څخه ډیر واټن لري. هغه د کابل په «مرغ فروشي» سړک کې نقشي پلوري. د مرغ فروشي سړک د کابل یو له هغه سیمو څخه ده چې ډیر شمیر بهرنیان ورته د خریداریو په موخه ورځي. فواد د دغه سړک د نورو پلورونکو ماشومانو په څیر یو څه انګلیسي خبرې کولای شي.

د دغه نوي ځوان په ژوند کې هغه وخت لوی بدلون راغی چې یوه ورځ په همدې سړک کې له یوه فرانسوي فلم جوړونکي سره اشنا شو. دې فرانسوي فلم جوړوونکي بیا وروسته محمدي له سم فرنچ نومي امریکايي فلم جوړوونکي سره معرفي کړ. فریچ هغه وخت د خپل فلم Buzkashi Boys له پاره د لوبغاړو په لته کې وو.

فواد له خپلې کورنۍ سره یوځای ژوند کوي. هغه یوه خور او شپږ ورونه لري. مور یې ژوندۍ د ه خو پلار یې په ماشوموالي کې له لاسه ورکړی دی. فواد او ورونه یې باید د خپلو ورځینو لګښتونو د پوره کولو له پاره کار وکړي.

په Buzkashi Boys فلم کې د افغانستان ښایسته منظرې او د بزکشي سپورټ انځور شوی دی.
په Buzkashi Boys فلم کې د افغانستان ښایسته منظرې او د بزکشي سپورټ انځور شوی دی.انځور: Afghan Film Project

د فلم د جوړیدو کیسه

د Buzkashi Boys فلم د جوړیدو کیسه له ۲۰۰۸ کال څخه پیل شوه. هغه وخت د دغه فلم جوړوونکی ښاغلی سم فرنج، د لومړي ځل له پاره افغانستان ته ولاړ. افغانستان ته د هغه سفر کوم رسمي موخه نه لرله، یوازینۍ موخه یې دا وه چې فرنچ غوښتل له خپلې معشوقې سره یو ځای شي. د فرنچ معشوقې هغه وخت په افغانستان کې کار کاوه. خو کله چې دغه امریکايي فلم جوړوونکي افغانستان له نزدې ولید نو په دې خبره پوه شو چې دغه هیواد د فلم جوړولو له پاره له کیسو ډک دی.

تر دې وروسته فرنچ پریکړه وکړه چې د ډیرې مودې له پاره په افغانستان کې پاتې شي. هغه په ۲۰۰۹ کال کې د Buzkashi Boys فلم کیسه ولیکله او په ۲۰۱۲ کال کې یې هغه تولید کړ. غالي فرنچ د خپل فلم له پاره دوه افغان لوبغاړي لټول چې د لسو او پنځلسو کلونو تر منځ عمر ولري. فرنچ د دغو نقشونو له پاره فواد محمدي او یو بل افغان لوبغاړی چې جوانمرد پاییز نومیږي، انتخاب کړي.

فواد محمدي وايي چې دی له لومړې ورځې پوهیده چې د Buzkashi Boys فلم به د خلکو خوښ شي. فواد زیاتوي چې د سم فرنچ سخت کار هغه ته دا باور وکړی وو چې فلم به وستایل شي:

«زه له لومړي سره پوهیدم چې دا یو خاص فلم دی، خو هیڅ کله مې فکر نه کاوه چې د اوسکار د جایزې له پاره به ونومول شي.» فواد وایي کله چې فرنچ ورته په اوسکار کې د فلم د نوماندیدو خبر وکړ نو دی له ډیرې خوښۍ په ژړا شو.

د فلم کیسه

د Buzkashi Boys فلم کیسه د دوو ملګرو په اړه ده چې غواړي خپلو خوبونو ته ورسیږي. دغه دوه ملګري چې یو یې د یوه آهنګر زوی او بل یې د کابل ښار په سړکونو کې «اسپندي» دی، غواړي چې چاپندازان شي او په ځوانۍ کې د بزکشي په میدان کې اسان وځغلوي. خو د آهنګر هلک پلار له خپل زوی څخه غواړي چې د چاپنداز کیدو له خوبه لاس واخلي او خپل پلارنۍ کسب تعقیب کړي. په دې فلم کې د افغانستان ښایسته منظرې او د بزکشي سپورټ انځور شوی دی.

له فلم څخه بهر د فواد نړۍ بل ډول ده. هغه غواړي چې پیلوت شي او په راتلونکې کې هم په فلمونو کې نقش ولوبوي. فواد وایي کله چې د اوسکار په مراسمو کې د ګډون به موخه متحده ایالاتو ته سفر وکړي نو غواړي له خپلو همځلو امریکايي هلکانو او نجونو سره وویني، امریکايي ښوونځیو ته ولاړ شي او «رامبو» له نزدې وویني. ‌ډیر افغانان امریکايي لوبغاړی سیلویستر ستیلون د رامبو په نوم پیژني دا ځکه چې دغه لوبغاړي د افغانستان په اړه په مشهوره فلم Rambo III کې نقش لوبولی دی.

مشهوره پلورونکی

که څه هم د فواد محمدي فلم د اوسکار له پاره نومول شوی دی، خو دی اوس هم د کابل په «مرغ فروشي سړک» کې خپل کار ته دوام ورکوي. هغه پخپله وایي: «ما پخوا هم د سړک پر سر نقشي پلورلې او اوس یې هم پلورم. یوازینی توپیر چې زما په کار کې رامنځ ته شوی دا دی چې اوس ډیر خلک ما پیژني.» فواد زیاتوي چې ډیر سیلانیان او هغه بهرنیان چې د ده فلم یې لیدلی دی له ده سره انځورونه اخلي او کله نا کله خو ان د ده نقشي رانیسي.

فواد هره ورځ د پنځو او شلو ډالرو تر منځ ګټه کوي. دا په افغانستان کې د نورو کارګرو ماشومانو د عاید په پرتله ډیرې زیاتې پسې دي. د فواد د لوړ عاید تر شا لاملونه د هغه شهرت او په «مرغ فروشي سړک» کې کار کول دي.

فواد په Buzkashi Boys فلم کې د نقش لوبولو په بدل کې ۱۰۰۰ ډالره تر لاسه کړی ول. هغه د دغو پیسو له ډلې څخه یوازې سل ډالره پخپله مصرف کړل او نورې پېسې خپلې مور ته ورکړي.

فواد محمدي او په فلم کې د هغه ملګری لوبغاړی جوانمرد پاییز، اوس لاس انجلس ته د تلو تیارۍ نیسي. د Buzkashi Boys فلم جوړوونکي د دغو دوو لوبغاړو د سفر د تمویلولو له پاره پیسې ټولوي. که دغه دوه ځوان افغانان لاس انجلس ته ورسیږي او د اوسکار د ترلاسه کولو پر مهال هلته حاظر وي، نو دا ښايي د هغوي په هنري ژوند کې د نه حیریدونکو شیبو له ډلې څخه وي.