1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له کابل څخه تر استانبول پورې

۱۳۹۱ تیر ۲۹, پنجشنبه

یوه کاناډایي او د هغه المانۍ ملګرې له کابل څخه تر استانبول پورې په یوې ریکشا کې په یوه خطر لرونکي سفر لاس پورې کړی دئ چې د افغانستان د ګرځندوی سرکس له پاره بسپنې راټولې کړي.

https://p.dw.com/p/15ay9
انځور: picture-alliance/dpa

هغوی په دغه سفر کې د امنیتي محافظت له پاره خپلو ځانګړو محافظینو ته اړتیا لري، ځکه چې هغوی د نړۍ پر یوه ډیره خطرناکه لاره باندې خپل سفر پیل کړی دئ.

د افغانستان د ګرځندوې سرکس له پاره د بسپنو راټولو په نیت عدنان خان او د هغه آلمانۍ ملګرې انیکا شمدینګ، له یوې ریکشاه سره له کابل څخه تر استانبول پورې د ۸ زره کیلو متره اوږد مزل له پاره ملا تړلې ده.

هغوی به دوې میاشتې پر لاره وي او له افغانستان، پاکستان او ایران څخه به تیریږي او ځان به ترکیې ته رسوي. په دغه دوې میاشتني سفر کې به دغه دواړه چې له افغانانو سره خواخوږي لري، د نوموړو هیوادونو په مختلفو سیمو کې د سرکس د نندارې ښوولو تر څنګ د افغانستان د ګرځندوی سرکس له پاره هم بسپني راټولې کړي.

د تیرې چهار شنبې په ورځ عدنان خان له کابل څخه خپل سفر پیل کړ او د هغه آلمانۍ ملګرې به د پاکستان په پلازمینه اسلام آباد کې ورسره یو ځای شي. د رپوټونو له مخې عدنان خان اوس د افغاسنتان له پولې تیری شوی دئ او د پاکستان په خاوره کې دئ.

عدنان خان چې ۴۱ کاله عمر لري د فرانس پرس له خبري آژانس سره په یوه لنډ تیلفوني تماس کې وویل: « څو ساعته وخت ئې ونیو او ډیره د خندا وړه خبره وه چې يو پولیس ودرولم او راته ویویل چې له کلونو راهیسې ئې د پولې په دې برخه کې کوم سیلاني نه دئ لیدلی.» د هغه د سفر بل پړاو پیښور او اسلام آباد دئ.

ژورنالست عدنان خان او انسان پوه ، شمیدینګ په دغه سیمه کې پیژندګلوي لري. هغوی څو ځلې دلته د غیر حکومتي سازمانونو له پاره کار کړی دئ. په سیمه کې د خپل کار او فعالیت په ترڅ کې د ماشومانو له پاره د ګرځنده کوچني سرکس د جوړیدو په فکر کې شول.

له لسو کلونو راهیسې هغوی دغسې یو سرکس فعاله کړی دئ چې افغان ماشومانو ته اکروباتیکي زده کړې ورکوي. دهغوی ټولنه په دې وروستیو وختونو کې له مالي ستونزو سره مخامخ شوې ده. هغوی مجبور شوي دي چې خپل یو پر دریمه برخه کار کوونکي له کاره رخصت کړي او په هرات کې خپل اکروباتیک ښوونځی وتړي.

عدنان خان چې اصلا د ترکیې په استانبول کې اوسیږی وایي: «د اکروباتیکو نندارو په وړاندې کولو سره سړی کولای شي چې غټان او کوچنیان خوشحاله وساتي. خو دا ما ته ډیره سخته تمامیږي چې د تفریحي پروګرامونو د تمویل له پاره اوس نورو ته د مرستې لاس اوږد کړم.»

هغه وویل اوس غواړي چې له افغانستان څخه بهر دغه تفریحي پروګرام ته چې په جګړه کې کړیدلي افغانان، بیا په خاصه توګه ماشومان ورته اړتیا لري، د خلکو پام واړوي. د هغه د وینا له مخې هغه به له خپل کوچني ګرځنده سرکس سره په پاکستان او ایران کې په درې سترو سیمو کې خیمه ووهي او بیا به له سیمه ییزو مرستندویو سازمانونو، د ښونځیو له ماشومانو، یتیم خانو، روغتونونو او د مهاجرو کمپونو سره له نزدې همکاري وکړي.

دوی دواړه هیله من دي چې د افغانستان د ماشومانو د ګرځندوی سرکس له پاره د پام وړ مالي مرستې راټولې کړي. هغوی وایي چې تراوسه د دغه سرکس پروګرامونه ډیر ګټور ول، خو ډیر زیات تبلیغات ورته نه دي شوي. خان وویل چې هغه او ملګرې ئې غواړي له دغه سفر سره د نړۍ خلکو ته دا پیغام ورکړي چې افغان ماشومان هم د خوشحالۍ حق لري او دغه سرکس لږ تر لږه په تیرو« لسو کلونو کې په دې لار کې لومړی قدم ایښې دئ او په پوره زیار سره کار کوي.»

آژانسونه/ عبدالباري حکیم
کتونکی: سید ریاض