له کنډوالې څخه تر عصري ودانۍ کېدو پوري
د برلین د دیوال د نړیدو ۲۵ کاله وروسته هم د پخواني ختیځ آلمان یا «د آلمان دیموکراتیک جمهوریت» د وخت پخوانۍ ودانۍ په لیلام کې پیدا کیږي. خو د دغه ودانیو پخوانۍ ځلا بیرته راژوندۍ کول اکثرا ډیر تخیل او پیسو ته اړتیا لري.
د یوې ښوونځي ودانۍ په ۱۶۰۰۰ یورو؟
د دغې ودانۍ رانیونکی فکر کوي چې دا کومه خرابه سودا نه ده: ۵۸۰ متر مربع ساحه د ودانیو په لیلام کې په ۱۶۰۰۰ یورو وپلورل شوه.
لا زيات مصرف ته اړتيا سته...
خو په دغه ودانۍ کې باید ډیر کار وشي. نه کړکۍ لري او نه مرکز گرمي او پر دې سربیره باید د دیوالونو کاغذ هم باید نوی کړای شي. د دغه ودانۍ رانیونکی باید پر دغه پخواني ښوونځي ۱۰۰ زره یورو ولگوي.
د هوټل قيمت ۱۹۵۰۰ يورو
که د هوټل مالک کیدل غواړي نو ۱۹۵۰۰ یورو ته اړتیا ده. دغه ودانۍ چې ۱۰۰۰ متر مربع مساحت لري په یوه ښایسته طبیعي ځای کې موقعیت لري. دا چې دغه ودانۍ له ښاره وړاندې پرته ده نو ځکه دومره آرزانه ده.
فرنيچر ورسره مفت دي
په دغه ودانۍ کې فرنیچر هم پراته دي، خو عصري نه دي. که څه هم دغه ودانۍ په ۱۸۸۹م کال کې جوړه شوې ده خو حالت یې ډیر ښه دی.
د استبست تختو لاندي ښايست
دغه ودانۍ د اوستر اوده، نومې استراحت په لیرې ځای کې کې پرته ده او مساحت یې ۴۰۰ متر مربع ته رسیږي. دا چې د دغه کور خاوند په دغه کور کې د استبست، (یو رنگه مواد دي چې د انسان روغتیا ته ضرر رسوي) تختې کارولې وې نو په ۲۲ زره یورو وپلورل شو.
د حمام سره
په یو نیم کور کې دغسې حمام هم جوړ شوی وي، خو دا د هر چا د ذوق خبره ده چې دغسې څه یې خوښيږي که نه. خو د دغه حمام له سره نړول ډیر گران تمامیږي.
د نيلام تر ټولو قيمتي ودانۍ
د ودانیو په دغه لیلام کې تر ټولو گران بیه ودانۍ په یو نیم میلیون یورو وپلورل شوه. د دغې ودانۍ مساحت ۱۵۰۰۰ متر مربع دی. یوه سویسي وگړي دغه ودانۍ چې په براندنبورگ ښار کې پرته ده د تجارتي موخې له پاره راونیولې. مالک یې غواړي چې یو متر مربع ساحه د میاشتې په سل یور کرایه ورکړي.
لا تر مخه ورباندي د کرايه دارانو حجوم دی
د دغه ودانۍ له پاره یو شمیر کرایه داران پیدا شوي دي. برگر کېنگ، هم د کرایې له پاره د ځای درخواست ورکړی دی.
د بحر نظاره په ۳۳۵ زره يورو
د سمندر پر غاړه دغه ځمکه ۳۳۵۰۰۰ قیمت لري. دا د ریگون په ټاپو کې وروستې پاتې ځمکه ده. د دغه ځمکې مساحت ۵۰۰۰ متر مربع دی.
صرف د زراعت لپاره
خو دغه ځمکه زراعتي ځمکه ده. پر دغه ځای د کور جوړولو اجازه نه شته. که د کور جوړولو اجازه وای نو دا به پر دغه قیمت ډیره ارزانه وای.