1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له گلالۍ اڅکزۍ سره مرکه

۱۳۸۵ اسفند ۲۲, سه‌شنبه

په کندهار کې د بشر د حقوقو د دفتر د ښځو د چارو له مسوولې سره ځانگړې مرکه. دويچه ويلي :دافغانستان په ټولو جنوبي سيمو کي جگړې رواني دي چي پداسي وخت کي د ښځو او نارينه و لپاره د بشري حقونو محدوديتونه ډ يروي، په جگړه ځپلي کندهارکي د ښځو حقوقي حالت څنگه دی؟ اڅکزۍ: داخو څرگند حقيقت دی چي پدې حوزه کي حالت ډير خراب دی

https://p.dw.com/p/DMpE
»ډېرې کورنۍ له بېري خپلي مېرمني نه پرېږدي چي له کور څخه د باندي په مجلسونو کي برخه واخلي « گلالۍ اڅکزۍ
»ډېرې کورنۍ له بېري خپلي مېرمني نه پرېږدي چي له کور څخه د باندي په مجلسونو کي برخه واخلي « گلالۍ اڅکزۍانځور: AP

په ځانگړي توگه بيا د ښځو حقوقي وضعيت د ډيرو ناخوالو سره مخامخ دی، ښځي په کورنی او ټولنيز ژوندانه کي له محد وديتونو سره مخامخ دي، هغه حقوق چي د وي ته اسلام ورکړي او د هيواد په اساسي قانون کي ورکړل سوي دهغه څخه د وي برخمني ندي نو پداسي يو جگړه ځپلي هيواد کي همېشه ښځي د غه ستونزي گالي او ټول تاثيرات ئي پرښځو باندي وي. په کندهار کې د بشر د حقوقو په دفتر کې د ښځو د چارو له مسوولې سره گلالۍ اڅکزۍ سره مرکه. د ويچه ويله: د ښځو ډيري ستونزي د ټولنيزي او که د کورنۍ له وضع څخه دي؟ اڅکزۍ: په د واړو اړخونو کي وضغيت خراب دی په کور کي هم هغه حق چي ميرمنو ته په اسلام کي ور کول سوي نه ورکول کيږي، مثلا کله چي دا و يوچاته د پلار يا د ورو لخوا ور کول کيږي ددې سره سلا نه کيږي، چي آيا د غه کس ته چي موږ تا ورکوو ستاسو قبول دی او يا غواړي چي واده ورسره وکړی او کنه، همدارنگه د ښووني او روزني حقوق اکثره کورنۍ چي يا پخپله د ښووني او روزني څخه بې برخي پاته سوي خپلي لوڼي نه پريږدي چي د کور څخه د باندي ووزي .

دويچه ويلي : ددې ټولو ستونزو سره سره د ښځو د ذ هنونو د روښانه کولو لپاره دد ولت يا کومي ټولني لخوا کوم اقدام سوی کنه.
اڅکزۍ: دد ولت لخوا خو پدې اړه هيڅ کار ندي سوی ځکه د ولت اوس د امنيتي سونزو سره لاس په گريوان دی، مگر د مد ني ټولنو لخوا په ځانگړې توگه د بشر د حقوقو د خپلواک کميسون لخوا داسي ورکشاپونه او مجالس دايريږي تر څو و هغو کورنيو ته خبري او معلومات د ښځو د حقوقو په اړه ورکړل سي چي هغوی نه غواړي خپلي ښځي د کور څخه د باندي د کارکولو اويا زده کړي لپاره پريږدي.

د ويچه ويلي: ستاسو مجلسونو ته هغه کورنۍ هم را بلل کيږي چي ښځي او نارينه له يوه کور څخه وي.
اڅکزۍ: کورنۍ را بلل کيږي خو له بده مرغه ډ يري کورنۍ دې ته پدې خاطر زړه نه ښه کوي چي امنيتي سونزي سته او هغوی له بيري خپلي مېرمني نه پرېږدي چي له کور څخه د باندي په مجلسونو کي برخه واخلي. خو ځني وخت موږ داسي امکانات برابرو چي هغوی ته ورسو او له هغوی سره دد وی په کورونوکي کښېنو او خبري وکړو.

دويچه ويلي : په کندهار کي خو ډيري روڼاندي مېرمني سته دد وی لپاره د فعاليت کولو امکانات څنگه دي.
اڅکزۍ : هغوی ته هم امکانات ډ ير محد ود دي تاسو پوهيږي چي پداسي يو هيواد کي چي عامه ذ هنيت ودې چمتو نه وي چي د ښځو حقوق و پېژني ستونزي به ډ يروي، موږ اوس ودې پايلي ته رسيدلي يو چي خپل ځانونه وساتو تر څو وکولاي سو چي خپلي ټولني ته په راتلونکي کي يو څه وړاندي کړو.