1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې د افغان پناه غوښتونکو شمیر زیات شوی

۱۳۹۶ مرداد ۲۵, چهارشنبه

د «ویلت» آلمانۍ ورځپاڼې د یوه رپوټ له مخې د هغو افغان مهاجرو شمیر چې په آلمان کې یې د پناه غوښتنه کړې ده له ۲۰۱۰م کال راهیسې ۲۵۳ زرو ته رسیدلی دی. نوموړې ورځپاڼې دغه رپوټ د آلمان د کډوالو چاري ادارې له قوله ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/2iJLi
Deutschland Symbolbild Identitätsprüfung von Flüchtlingen
انځور: picture-alliance/dpa/F. Gentsch

د آلمان د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د ۲۰۱۶ م کال د دسمبر تر ۳۱ نیټې پورې آلمان ته راغلو افغان مهاجرو شمیر ۲۵۲۵۹۰ تنه وو، خو د روان میلادي کال د جولای میاشتې تر پای پورې ۷۳۶۸ افغان مهاجر آلمان ته را رسیدلي دي.

په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د ۴۴ سلنه مهاجرو د پناه غوښتنه منل شوې ده. په داسې حال کې چې په ۲۰۱۰ م کال کې بیا دغه شمیر ۵۱۳۰۵ تنه وو.

په تیرو څو کلونو کې په آلمان کې د پناه غوښتنې د هرو دوو غوښتنلیکونو څخه نزدې یو یې منل شوی دی. خو د کډوالو او مهاجرو چارو له پاره د آلمان فدرالي ادارې په حواله سږ کال د جولای میاشتې تر پایه پورې د ۴۴،۱ سلنه افغان مهاجرو د پناه غوښتنه منل شوې ده.

په روان میلادي کال کې شاوخوا ۱۱۰۰ تنه افغان مهاجر اخراج او یا هم په داوطلبانه شکل افغانستان ته ستانه شوي دي.

د «ویلت» ورځپاڼې رپوټ ورکړی دی «هغه افغان مهاجر چې په آلمان کې یې د پناه غوښتنلیکونه رد شوي دي او د دې هیواد له خاورې څخه په وتلو مکلف کړای شوي دي، د روان کال په پیل کې یې شمیر ۱۱۸۸۷ تنه وو، چې دغه شمیر د جولای میاشتې تر پایه پورې ۱۵۱۱۲ تنو ته لوړ شوی دی.»

په همدې زماني واټن کې د ۴۳۲۴۴ افغانانو د پناه غوښتنلیکونه رد شوي دي. کله چې په آلمان کې د یوه مهاجر د پناهندګۍ غوښتنلیک رد شي، نوموړی شخص مکلف دی چې باید له آلمان څخه ووزي.

خو له آلمان څخه د وتلو پروسې عملي کیدل کیدای شي د ځینو دلایلو پر اساس وځنډویږي. په هغه صورت کې چې رد شوی مهاجر «دولدونګ» یا په اصطلاح په آلمان کې د زغمل کیدو موقف ترلاسه کوي، خو نوموړی مکلف دی چې د آلمان له خاورې څخه ووزي. د دغه رپوت پر بنسټ له هرو هغو څلورو مهاجرو څخه چې باید له آلمان څخه ووزي، دری تنه یې د داسې یوه موقف درلودونکي دي.

په هغه صورت کې چې اړونده ادارې دا په اثبات ورسوي چې یو رد شوی مهاجر د یوې اوږدې مودې له پاره نه شي کولی بیرته خپل هیواد ته ستون شي او یا هم دلته ورته شرایط نه وي برابر شوي، په داسې حالاتو کې کیدای شي هغه ته د محدودې اقامې سند ورکړل شي او په دې ترتیب سره دغه مهاجر چې د «دولدونګ» سند یې درلود، له آلمان څخه د وتلو په مکلفیت کې یې آساني رامنځته کیږي.

د مهاجرو د موضوع په هکله زموږ له آرشیف څخه د انځورونو ګالري: