1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کي د امریکايي عسکرو د پام وړ حضور

سيد رياض/ آژانسونه۱۳۹۳ اردیبهشت ۲۳, سه‌شنبه

د افغانستان او پاکستان له پاره د واشنگټن ځانگړي استازي په ټوکیو کې ویلي دي چې په روان کال کې به په افغانستان کې د امریکایي سرتیرو د شمیر د راکمیدو سره سره، په دغه هیواد کې د امریکا په مشرۍ پوځي حضور د پام وړ وي.

https://p.dw.com/p/1Bywi
انځور: picture-alliance/dpa

د افغانستان او پاکستان له پاره د متحده ایالاتو ځانگړي استازي جیمز دوبینز، دا خبره پیشبیني کړې ده چې افغان ولسمشر حامد کرزی چې کاري موده یې پای ته رسیږي له خپل نفوذ څخه کار اخیستلو ته ادامه ورکړي.

جیمز دوبینز د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۴کال د می ۱۳) د جاپان په پلازمینه توکیو کې خبریالانو ته وویل چې متحده ایالات له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د راایستلو پر پلان باندي «لا هم غور کوي.»

جیمز دوبینز، چې توکیو ته یې د افغانستان د ملاتړ په تړاو په ترسره کیدونکو خبرو اترو کې د گډون په موخه سفر کړی دی ویلي دي: «موږ هیله من یوو چې تر راتلونکو دوو میاشتو پوري به په افغانستان کې د پاتېدونکو عسکرو د دقیق شمیر په هکله پریکړه وکړو.»

نوموړي په خپلو خبرو کې وړاندي ویلي دي: «زه فکر کوم چې موږ او متحدین به مو د اوسني شمیر په پرتله په کوچني شمیر کې د مشاورتي ماموریت ادامې ته چمتو یوو.»

اوس هم په افغانستان کي د امریکا په مشرۍ د ناټو شاوخوا ۵۱ زره عسکر میشته دي او په پام کې ده چې د روان میلادي کال د دسمبر مياشتي تر پایه پوري له افغانستان څخه ووځي او د طالبانو پرضد اوږدې او د لگښته ډکي جگړې ته د پای ټکی کښیږدي.

داسې فکر کیږي، چې امریکا متحده ایالات به خپل لږ شمیر عسکر د افغان ځواکونو د روزلو او د ترهگرۍ ضد مبارزې له پاره په دغه هیواد کې پریږدي، خو هغوی له ډیري مودې راهیسې د کابل او واشنگټن تر منځ د دوه اړخیز امنیتي تړون لاسلیک ته په انتظار دي. د ولسمشر کرزي له خوا د یو شمیر اعتراضونو تر راپورته کېدو وروسته د دغه تړون لاسلیکیدل ځنډیدلي دي.

سپینه ماڼۍ وایي چې تر اوسه پوري ولسمشر بارک اوباما په دې اړه پریکړه کړې نه ده چې د افغانستان د کمې تجربې درلودونکي پوځ د روزلو له پاره په څه تعداد عسکر په افغانستان کې پریږدي.

دوبینز د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو په اړه له واندويني څخه ډډه وکړه او یوازي يې دومره وویل چې دا به «اوږه په اوږه سیالي» وي.

په پام کې ده چې افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د لومړي پړاو د نتایجو اعلان د چهارشنبې په ورځ وکړي. داسې اټکل کیږي چې د بهرنیو چارو پخوانی وزیر ډاکټر عبدالله عبدالله، او د نړیوال بانک پخوانی اقتصاد پوه ډاکټر اشرف غني احمدزی به د ټاکنو دوهم پړاو ته ووځي.

دوبینز په خپلو خبرو کې وړاندي وویل چې د حامد کرزي تر دورې وروسته، ټاکني د دغه هیواد د بقا له پاره خورا مهمې دي. هغه په خپلو خبرو کې یادونه وکړه: «لومړی خنډ ټاکني دي. تر اوسه هر څه سم دي، خو د هیڅ شي تضمین کیدای نه شي.»

هر څوک چې د دغه ټاکنو گټونکی شي نو د کرزي د ۱۳ کلنۍ دورې او د متحده ایالاتو په مشرۍ د طالبانو پرضد جگړې تر ختمیدو وروسته به د نوي دور واکمني کوي. خو د دوبینز د وړاند ويني له مخې، له دې سره سره چې د حامد کرزي کاري دوره پای ته رسیږي، هغه يعني کرزی به له خپل سیاسي نفوذ څخه گټي اخيستلو ته ادامه ورکړي:

«هغه به تر ټاکنو وروسته یو بانفوذه سیاسي څیره وي او زه فکر نه کوم چې اړتيا ته په کتو سره دې دا یو بد کار وي.»