1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له ۳۱ برمته شوو هزاره گانو ۱۹ تنه آزاد شوي دي

آژانسونه/ مسعود جهش۱۳۹۴ اردیبهشت ۲۱, دوشنبه

د زابل د ولایتي شورا یوه غړي ویلي دي چې په دې ولایت کې له ۳۱ تنو برمته شویو افغانانو څخه ۱۹ تنه یې آزاد شوي دي. هغه زیاته کړې ده چې دغه کسان د ۲۲ ازبک بندیانو په بدل کې آزاد شوي دي.

https://p.dw.com/p/1FNql
انځور: DW/H. Sirat

دغه کسان چې ډېري يې د افغانستان په هزاره قوم پوري تړاو لري، د روان کال په فبروري میاشت کې د ناپیژندل شويو وسله والو کسانو له خوا برمته شوي ول.

اسوشيتيد پرس خبري آژانس د زابل ولايت د ولایتي شورا د غړي اسدالله کاکړ په حواله ليکلي دي چې د دغو کسانو تبادله د غزني ولایت په جاغوري وسلوالۍ کې نن سهار (دوشنبې ورځ) ۹:۳۰ بجو ترسره شوې ده.

د ولایتي شورا دغه غړي ویلي دي چې د دولت له خوا د آزادو شویو ۲۲ تنو په ډله کې ښځې او ماشومان هم شامل دي چې په خبره یې کیدای شي د برمته کوونکو د کورنۍ غړي وي.

کاکړ د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي: «دغه ازبک جنگيالي افغان امنيتي ځواک د پاکستان له وزيرستان سیمي څخه د راوښتلو پرمهال نيولي ول.»

کاکړ روښانه کړې ده چې برمته کوونکو د ۱۱ تنو نورو برمتو کسانو د آزادۍ په بدل کې د شپږ تنو نورو کسانو د آزادۍ غوښتنه کړې ده.

خو د غني ولايت د ولايتي شورا يوه غړي حسن رضا يوسفي بيا ويلي دي چي په آزادو سوو جنگياليو کي له ۱۰ څخه تر ۱۶کسانو پوري طالب او چيچنيايي جنگالي هم شامل دي.

ويل کيږي چې د افغانستان په شمالي سيمو کي پر وسله والو طالبانو سربيره ازبک او چيچنيايي جنگيالي هم فعال دي.

تر دې دمخه ګومان کېدی چې برمته شوي کسان دې ترهگري ډلي اسلامي دولت تښتولي وي.

د دغی احتمالي تبادلې په اړه لا تر اوسه پورې نور جزئیات نه دي خپاره شوي او افغان دولتي چارواکو يې هم په اړه څه نه دي ویلي.

د برمته شوو کسانو کورنیو ويلي دي چي له دولتي چارواکو له خوا داسي تليفونه ورته شوي دي چي د کورنیو غړي يې آزاد شوي دي.

د روان کال د اپريل مياشتي پر ۲۳ نېټه د زابل ولايت په سیمه کي له سرويس موټرانو څخه نزدې ۳۱ کسان د نامعلومو وسله والو له خوا وتښتول شول. تښتول شوي کسان نزدې ټول هزاره گان دي.

د دغو کسانو د خلاصون له پاره د زابل ولايت په څو ولسواليو کي دوه واري پوځي عمليات وشول، خو کومه نتېجه يې نه لرله.

د افغان چارواکو په خبره د دغو تښتول شوو کسانو د آزادۍ له پاره له نژدې دوو مياشتو راهيسي قومي مشران او سپين ږيري له سيمه ييزه وسله والو ډلو سره په خبرو بوخت دي.