لوبي: د کتونکي له ليدلور څخه
يوه کمپيوتري لوبه تر کومي پولي لوبه وي او د کوم ځای څخه په هنر اوړي. د آلمان د کولون په ښار کي د پلاتين فيسټيوال په ترڅ کي د «پولو تر منځ» تر عنوان لاندي همدغه موضوع انځور سوې وه.
د لوبو د کنټرولر تکان او لړزا
هغوی د لنډيو او مارانو په څېر د کانکرېټو پر سطح ږغونه کوي. د دانيل نوی باور دغه هنري جوړښت ته د «Force Feedback» يا اجباري جواب نوم ورکول سوی دی. د ګېمز کام د «پلاټين فيسټيوال» دغه نندارتون د کولون په ښار کي جوړ سوی او د کمپيوتري لوبو په تړاو د عصري هنر توکي پکښي نندارې ته وړاندي سوي دي.
هنر د تليتېکست په مرسته
که يو څوک فکر کوي چي زاړه کمپيوترونه او تيليتېکست له موډه لوېدلي دي، نو خطاوتلی دی. د «Textmode Art» تر عنوان لاندي د هنرمند اورکان ميدان هنري توکي سره يوځای کړل سوي دي. دغه توکي د بيلو زړو کمپيوترونو د متونونو او تورو څخه جوړ کړل سوي دي.
تود بالمقابل فعاليت
د بايسکل دغه اربه د يو څرخېدونکي ماشين پر يوه برخه نصب سوې او د لرګي پر تخته تينګه کړل سوې ده. دغه اربه د څرخېدو پر وخت د تالاندي په ډول ږغونه راباسي. دا د هالنډي هنرمند ارېک لاسکوفسکي هنري توکی دی. هغه غواړي په خپل دغه هنري توکي د څيزونو او موادو استعمال د لا زيات حس کولو مؤجب وګرځوي.
د لېزر شعاعو ننداره
د مځکي د سطحي څخه صرف څو سنتي متره لوړ د لېزر شعاعو ورېځ خوره ده. کتونکی داسي احساس کوي لکه په يوه ځلېدونکې جبه يا دلدل کي چي حرکت کوي. دغه هنري جوړښت د نرډز په نوم دوو هنرمندانو دی چي غواړي وښيي د لېزر په مرسته څه ډول درې بعدي معلومېدونکي اجسام جوړېدلای سي.
پينګ پانګ د ډيجيټل بعد سره
د ټېبل تېنس يا پينګ پانګ لوبه خوندوره لوبه ده. خو دغه لوبه لا خوندوره کيږي کله چي يې د ميز رنګ د لوبي پر وخت تغير او تبديل سي. په زیاته بيا هغه وخت چي د رنګ تبديلېدل يې د ګيند د لګېدلو پر وخت تر سره کيږي. د رومانيا د هنرمند دغه هنري جوړښت ته د «Pingtime» نوم ورکول سوی دی.
د کمپيوتري کوډ هنر
هنر د کتونکي په ليد لور پوري اړه لري. که يو څوک د يوې خولۍ لرونکي مېرمني دغه انځور ته ډېر ځير سي نو به وويني چي د اعدادو د لړيو او کمپيوتري کوډ څخه جوړ سوی دی. دغه هنري توکی د روسي هنرمند ديميتري موروڅوف له خوا جوړ سوی چي ورته د «::vtol:: » نوم ورکول سوی دی.
د اوبدلو کوډګره چوکۍ
د «لوم» په نوم دغه هنري توکی د جادويي نړۍ د يو څيز په ډول کار کوي. کله چي څوک د دغه پر سطحه لاس وښوروي نو د کمپيوتر پر پرده دوو نقطو ته حرکت ورکولای سي چي هغوی د اوبدلو په څېر حرکات کوي. دغه هنري توکی د سارا ماوچ او آرون ابندتوير نومي دوو محصيلينو هنري توليد دی.
۳۶۰ درجې خاطرې
د «Sequenced» په نوم دغه ګرځنده اليکترونیکي آله د يوې داسي کمپيوتري عينکي او خولۍ په څېر جوړه سوې ده، چي اغوستونکی يې په خپله خوښه د داستان او د لوبي د بهير د بدلولو له پاره کارولای سي. دغه آلې په ۲۰۱۴کال د بېسټ پلې جايزه ګټلې وه.
رقص د تابلو سره
بعضي داسي تابلوګاني سته، چي کتونکی يې داسي احساس کوي لکه دغه تابلو چي دی څاري. خو دغه انتراکتيفه تابلو په رشتيا هم همداسي کوي. دغه تابلو خپل جوړښت د کتونکي د حرکاتو سره تبديل او تغير کوي.